اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) نېشنل ډيزاسټرمنيجمنټ اتهارټي د موسميات محكمې د اړخه د هېواد په زياتره برخو كښې د راروانو څلورو٬پنځو ورځو په مهال د كار په وخت په درجه حرارت كښې د غېر معمولي زياتوالي په پيشګوئۍ د هيټ ويو خبردارے جاري كړے۔د موسميات محكمې له مخې اسلام آباد٬پنجاب٬خېبرپښتونخوا٬كشمير٬سندھ او ختيز بلوچستان كښې د راروانې اونۍ په مهال د ګرمۍ په شدت كښې د زياتوالي له امله به درجه حرارت د معمول څخه زيات وي۔د دې نه ځانله پي اېم ډي پيشګوئي كړې چې درجه حرارت كښې زياتوالي له امله د ورځې په وخت د تودو بادونو چلېدو امكان دے۔اېن ډي اېم اے وئېلي دي د ټولې اونۍ په مهال بوټي٬فصلونه او انسانان ځپلے كېدے شي۔صوبائي او ذيلي ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټيز ته د كوم هم ډول بېړني صورتحال مخ نيوي لپاره د اړوندو محكمو سره د درابطو لرلو سپارښتنه شوې۔د دې نه علاوه اولس له مشوره وركړې شوې چې د ضرورت نه غېر په نمر كښې د ګرځېدو څخه ډډه وكړي
درجه حرارت كښې زياتوالے ٬اېن ډي اېم اے د راتلونكو پنځو ورځو لپاره د هيټ ويو خبردارے جاري كړو
مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔