كراچي 05نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې په سندھ كښې د بدلون ماحول تيار دے٬ د سندھ اولس د صوبائي حكومت د خرابې كاركردګۍ٬بدعنوانۍ او انتقامي كاروائيو څخه تنګ راغلې۔ اولس د متبادل قيادت پلو ګوري٬د 2023 په ټاكنو كښې به په سندھ كښې هم پي ټي آئي ته ښكاره اكثريت ترلاسه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په سندھ اسمبلۍ كښې پرېس كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال كړې۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل چې په سندھ كښې اپوزېشن سخت نامواقف حالاتو سره مخ دے او د سخت فشار باوجود د خپلې نمائندګۍ حق ادا كوي۔ ده ووئيل چې د كراچۍ او حېدر آباد پشمول د سندھ په ټولو ښاريو كښې د آبادۍ زياته برخه پيپلز ګوند سره نظرياتي او ذهني مطابقت نه لري او د متبادل قيادت په لټون كښې دي۔ده ووئيل چې په سندھ كښې پيپلز ګوند د اوږدې مودې نه په حكومت كښې دے او هغوي ته بشپړه موقعې ترلاسه دي خو هغوي اولس مايوسه كړے ۔په دې موقع په سندھ اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر حليم عادل شېخ ووئېل چې خارجه وزير شاه محمود قرېشي او مخدوم زاده زين حسېن قرېشي ته اسمبلۍ ته په راتګ هركلے وايم٬د شاه محمود قرېشي د سندھ خلكو سره سياسي او روحاني تعلق دے او د سندھ اولس هغه ته د عزت او احترام په سترګه ګوري۔ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قرېشي د سندھ اسمبلۍ غړو سره د پارټۍ چارو او د سندھ په سياسي صورتحال هم خبرې اترې وكړې۔د دې نه پس خارجه وزير شاه محمود قرېشي د سندھ اسمبلۍ هال د بېلو برخو معائنه وكړه
د سندھ اولس د صوبائي حكومت د خرابې كاركردګۍ٬بدعنوانۍ او انتقامي كاروائيو څخه تنګ راغلې۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په سندھ اسمبلۍ كښې پرېس كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا