اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين وئېلي دي حكومت معيشت دستاويزي جوړول غواړي٬ د دستاويزي معيشت د هڅو څخه وروستو كېدے نه شو٬د پاكستان تحريك انصاف حكومت هره اداره خپلواكه جوړول غواړي او د دې حكمت عملۍ له مخې د سټېټ بېنك هم خپلواكي باوري كولې شي٬په سټېټ بېنك د حكومت د كنټرول خاتمې تاثر سم نه دے٬ ضمني مالياتي بل څخه په عام كس كوم اضافې بوج نه پريوځي٬چې د كومو څانګو لپاره ټېكس چهوټ ختم كړے شوے پكښې زياتره ري فنډ او اېډجسټ كېدے شي۔ده دا خبره د نهې په ورځ سينئر اينكر پرسنز او خبريالانو ته د بريفنګ وركولو په مهال كړې۔په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب٬د توان وفاقي وزير حماد اظهر٬د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان او د سټېټ بېنك ګورنر ډاكټر رضا باقر هم موجود ؤ ۔د خزانې وزير شوكت ترين ووئيل د ضمني مالياتي بل بنيادي مقصد معيشت دستاويزي جوړول او د ټېكس استثنٰی خاتمه ده٬آئي اېم اېف سره چې كله زمونږ خبرې روانې وې نو هغوي د 700 اربه روپو د ټېكس استثنې په خاتمه اصرار وكړو خو مونږ 343 اربه روپو ټېكس چهوټ ختمولو ته صلاح شوو او د كركيلې او خوراك څيزونو لپاره رعايتونه به پرله پسې جاري وي۔شوكت ترين ووئيل د 343 اربه روپو چې كوم ټېكس چهوټ ختم كړے شوے ٬په دې كښې د 280 اربه روپو ري فنډ اېبل دے خو دا واپس كېدے شي او د دې د اېډجسټمنټ هم ګنجائش شته۔د دې ټول مشق بنيادي مقصد معيشت دستاويزي جوړول دي۔د خزانې وزير ووئيل په سرې٬د چينجونو په داروګانو٬زرعي مداخل٬ د پراويډنټ فنډ په آمدن مونږ ټېكس لرې كړے۔د خزانې وزير د سټېټ بېنك بل په اړه په خبرو كښې ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت هره اداره خپلواكه كول غواړي٬د دې حكمت عملۍ له مخې د سټېټ بېنك خپلواكي هم باوري كولې شي۔د خزانې وزير ووئيل په تېر وخت كښې حكومتونو د سټېټ بېنك څخه 60 ټريلين روپۍ قرض اخستے او په دې د سود شرح هم نزدې صفر وه۔ په سټېټ بېنك د حكومت د كنټرول خاتمې تاثر سم نه دے ځكه چې د ګورنر٬ډپټي ګورنر او بورډ غړو تقرري به حكومت كوي او حكومت ګورنر او بورډ مقرر كوي نو دې سره كنټرول څنګه ختمېدے شي۔د سټېټ بېنك ګورنر ډاكتر رضا باقر په دې موقع په خبرو كښې ووئيل د سود شرح تعين د زري او مالياتي مانيټري پالېسي كمېټي كوي٬ده ووئيل په وړومبي ځل د ايكسچېنج رېټ د ماركيټ د حركيات له مخې پېل شوے د كوم چې مثبتې نتيجې رامخې ته شوي۔ده ووئيل د سټېټ بېنك بل څخه په بېنك د حكومتي كنټرول ختمولو تاثر سم نه دے٬د ګورنر ډپټي ګورنر او د بورډ غړو تقرر حكومت كوي۔د توان وفاقي وزير حماد اظهر په دې موقع په خبرو كښې ووئيل په كوم ډول چې دا پروپېګنډا كېده چې په اكتوبر او نومبر كښې به پاكستان خدانخواسته د توان كمي په سوب بند شي هغه بې بنسټه ثابت شوي۔دا مهال اېل اېن جي پلانټس چلېږي٬د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د نومبر په مياشت كښې د سرې جوړولو پلانټس نه دې بند شوي او هغه څخه رېكارډ پېداوار تر لاسه شوے ۔حماد اظهر ووئيل په كورونو كښې د استعمالېدونكې ګاز په طلب كښې د كال 9 فيصد اضافه شوې٬بل خوا د موجوده حكومت د راتللو نه پس د هېواد د ګاز ذخيره 25 فيصد كمه شوې٬په اېل اېن جي زياتره خرڅونه راځي٬يوه كارګو مونږ ته په 8 اربه روپۍ پريوځي كه چرې دا مونږ په ډوميسټك لائن واچو نو حكومت ته به يو ارب روپۍ بېرته ترلاسه كېږي۔ده ووئيل د دې صورتحال مخ نيوي لپاره به مونږ له په كوټلو بنييادونو تګلاره وضع كول وي۔د توان وفاقي وزير ووئيل د روس نه پس پاكستان سره د قدرتي ګاز تر ټولو لويې ډوميسټك نېټ ورك موجود دے۔پاكستان په دې اړه د نائيجېريا څخه وړاندې دے چرته چې د ګاز پیداوار زمونږ نه په څلور چنده زيات دے۔په دې نېټ ورك 350 اېم اېم سي اېف ډي ګاز وركړے كېږي٬د ژمي په موسم كښې په عامه توګه د ګاز په طلب كښې پنځه چندا اضافه كېږي٬دا مهال د كورونو صارفينو ته 20 او صنعتي صارفينو ته 15 اېم اېم سي اېف ډي ګاز وركړے كېږي۔د هېواد 28 فيصده آبادۍ ته د پائپ لائن د لارې ګاز وركړے كېږي۔د توان وفاقي وزير ووئيل په پنجاب كښې د ريكوريز شرح تر ټولو زياته ده٬په سندھ كښې د ګاز ذخيره تر ټولو كمه ده ٬په خېبرپښټونخوا كښې 360 اېم اېم سي اېف ډي ګاز پېدا كېږي چې پكښې 350 اېم اېم سي اېف ډي په صوبه كښې كارولے كېږي۔د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان په دې موقع په خبرو كښې ووئيل صحت كارډ په پاكستان كښې د روغتيا په څانګه كښې يو خصوصۍ سره انقلاب راولي٬په خېبرپښتونخوا كښې ټولې آبادۍ ته د صحت كارډ نظام د وړاندې نه وركړے شوے او په پنجاب او اسلام اباد كښې د جنورۍ وړومبۍ نېټې څخه دا نظام لاګو شوے۔ډاكټر فيصل سلطان ووئيل په پينل روغتون كښې سركاري او د نجي څانګې روغتونونه شامل دي٬په دې كښې د فراډ مخ نيوي لپاره معياري طريقه كار خپله كړې شوې۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ډاكټر فيصل سلطان ووئېل د يوې صوبې مريض د بلې صوبې په پينل روغتون كښې د علاج آسانيو څخه استفاده كولې شي۔په دې كښې مونږ ته دېر ښه فيډ بيك ترلاسه كېږي۔پروژې لپاره فنډز صوبائي حكومتونه وركوي۔ده ووئيل دا د لږ آمدن لرونكو طبقو لپاره د اهميت وړ منصوبه ده د كومې چې مثبت نتيجې رامخې ته كېږي۔د كورونا د صورتحال په اړه په خبرو كښې ډاكټر فيصل سلطان ووئيل وګړو ته د احتياطي تدابير لړۍ روانه ساتل پكال ده ٬په كراچۍ كښې د اوميكرون كيسونو شمېره تر ټولو زياته ده٬چې كومو خلكو وړومبې ويكسين لګولې هغوي له د آخري ويكسين 6 مياشتې پس بوسټر ډوز لګول پكار دي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل دا مهال قامي شناختي كارډ د صحت كارډ په توګه كارېدے شي
د دستاويزي معيشت د هڅو څخه ورستو كېدے نه شو٬د ګاز طلب په كلنه توګه 9 فيصد زياتېږي ۔د وفاقي وزيرانو شوكت ترين٬حماد اظهر٬خاص مرستيال فيصل سلطان او د سټېټ بېنك ګورنر سينئر اينكر پرسنز او خبريالانو ته بريفنګ
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر