اسلام آباد 14 اپرېل(اے پی پی) د موسمياتي بدلون وزير مملكت زرتاج ګل د پاكستان بوائز سكاؤټس اېسوسي اېشن هېډكوارټرز كښې بوټے نال كړے۔په دې موقع د ټين بلين ټري سونامي پروژې نېشنل پراجېكټ ډائرېكټر حسن علي سكهيرا هم بوټې نال كړو۔ وزير مملكت ته د دورې په موقع د بريفنګ وركولو هم اهتمام شوے ؤ۔د پاكستان بوائز سكاؤټس اېسوسي اېشن چيف كمشنر فراز قمر هغه د سكاؤټس اېسوسي اېشن اغراض٬مقاصد٬ اهميت٬افاديت او سماجي خذمات په اړه خبر كړه۔ زرتاج ګل د ټين بلين ټري سونامي پراجېكټ دفتر هم دوره وكړه چرته چې هغې د نېشنل پراجېكټ ډائرېكټر حسن سكهيرا او د هغه ډلې سره ملاقات وكړو۔په دې موقع وزير مملكت زرتاج ګل ته د ټين بلين ټري سونامي پراجېكټ په پېشرفت او د پروژې له مخې د روانو هلو ځلو په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔
مضمون کا ماخذ : loteria instantânea