اسلام آباد۔29مئی(اے پی پی) د وزیر اعظم عمران خان په نوټس اخستو بهر هېواد كښې مېشته وګړي ته 8 كاله وروسته انصاف ترلاسه شو۔ بهر هېواد كښې مېشته پاكستاني وګړي په سيټيزن پورتل شكاېت درج كړے و د كوم چې وزيراعظم نوټس واخست۔ د پلټنيو نه وروسته د وزيراعظم په امر د اسلام آباد لېنډ ريونيو افسرانو په ضد كاروائي وكړے شوے او ډپټی رجسټرار کوآپرېټو سوسائیټز اسلام آباد په سمدستي توګه د خپلې چوكۍ نه لرے كړے شو۔ د وزیراعظم ډېلیوری یونټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې بهر هېواد كښې د مېشته وګړي په شكايت كارروائي كولو سره د اسلام آباد سركل رجسټرار آفس په ضد انكوائري وكړې شوه او ډپټی رجسټرار کوآپرېټو د خپلې چوكۍ نه اخوا كولو سره سره چيف كمشنر د داخله وزارت نه د سركلر رجسټرار معطل كولو امر هم وكړو۔ دې نه ځانله انسپیکټر کوآپرېټیو سوسائیټیز هم د خپل منصب نه اخوا كړے شوے۔ په دې مهال اړوندې هاؤسنګ سوسائټي ته شوكاز نوټس جاري كېدو سره د هغې بېنك اكاؤنټس هم منجمد كړې شوي دي۔ د سرکل رجسټرار آفس اړوند كلرك هم ملازمت څخه اخوا كړے شوے دے۔ د وزیر اعظم آفس له مخې بهر هېواد كښې مېشته وګړي د پلاټ منتقلۍ حوالې سره وزيراعظم ته شكايت كړے و۔ سرکل رجسټرار آفس د وګړي شكايت اورېدلے نه و په دې د وزيراعظم ډېلېوري يونټ په امر چيف كمشنر فوري كارروائي وكړه۔ د چیف کمشنر آفس لخوا د اړوندو افسرانو د معطل كېدو او خپلو چوكو نه د اخوا كېدو نو نوټیفیکېشن جاری كړے شوے دے۔
د وزيراعظم عمران خان په امر وګړي انصاف تر لاسه كړو۔ ډپټي رجسټرار كوآپرېټو سوسائټيز اسلام آباد خپلې چوكۍ څخه اخوا كړے شو
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے