اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي ټول اولس پوهه دے او خپل مجرم پېژني٬ د معاشي تباهۍ ذمه وار يوازې عمران خان دے،د نواز شريف او شهباز شريف په دور كښې تل ګراني او كرپشن كم شوے٬ نواز شريف، شهباز شريف او پاکستان مسلم ليګ (ن) عمر له اولس ته ريليف وركړے، د عمران خان د معاشي جرمونو سزا د پاکستان اولس ته نه وركول غواړٶ۔د ګل په ورځ خپل بيان كښې وفاقي وزيرې ووئيل د پټرول بيعه زياتول آسانه ده خو مونږ اولس ته نور تكليف نه رسوبل غواړٶ، چې اولس زيات غربت سره مخ نشي او پرې نور فشار رانشي ٬ دې لپاره د پټرولو بيعه نه زياتولوٶ۔ دې ووئيل عمران خان له به د خپلو معاشي جرائمو پېټے پورته كول او ځواب وركول وي۔ ده ووئيل لا ګراني كول د مسلم ليګ (ن) روايت او د منشور په ضد عمل دے۔ مريم اورنګزېب ووئيل نواز شريف د ترهګرۍ خاتمه كړې٬ لوډشېډنګ ئې ختم كړے٬ ګراني ئي كمه كړې۔ دې ووئيل ګران اوړه٬ ګران ګاز٬ ګرانه برېښنا او د ګرانو داروګانو حساب به عمران خان له وركول وي۔ وفاقي وزيرې د مسلم ليګ (ن) او د پي ټي آئي په حکومتونو كښې معاشي، اقتصادي او د څيزونو د بيعو موازنه وړاندې كولو سره ووئيل د نواز شريف په دور كښې ډالر په 116 روپۍ ؤ كوم چې عمران خان 189 ته رسولے ۔ دې ووئيل د كال 1947 نه تر كال 2018 ټولو حكومتونو په ګډه په 71 كالو كښې 24 زره 953 اربه ډالره پور اخستے ٬ د دې برعكس عمران خان دا قرض يوازې په درې نيمو كالو كښې 42 زره 745 اربه ډالرو ته رسولے ۔ وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل نواز شريف د قامي پرمختګ شرح 6.1 فيصد ته رسولې٬عمران خان دا وړومبې منفي كړې او اوس د 4 فيصد امكان دے۔ دې ووئيل د نواز په دور كښې ګرانۍ 3.9 فيصد وه او عمران دا 13 فيصد ته رسولې٬ د نواز شريف په دوره كښې د اوړو شل كلو تروړه په 700 روپۍ وه كومه چې د عمران په دور كښې 1100 روپو ته رسولې شوې۔ دې ووئيل د نواز شريف په دور كښې چيني په 52 روپۍ كلو وٶ كوم چې د عمران په دور كښې په 120 روپۍ كلو خرڅېدل٬ د نواز شريف په دور كښې غوړي 151 روپۍ كلو وٶ او اوس د عمران خان په دور كښې 470 روپۍ كلو شول ٬ دې ووئېل د نواز شريف په دور كښې د برېښنا يونټ بيعه 11 روپۍ وه او د عمران خان په دور 24 روپو ته رسېدلې۔ د نواز شريف په دور كښې د ګاز بيعه 600 روپۍ اېم اېم بي ټي يو وه كومه چې د عمران خان په دور كښې 1400 روپو ته رسېدلې٬ دغسې د نواز شريف په دور كښې د سرې بورۍ په 1380 روپۍ وه كومه چې 3 زره روپو ته رسېدلې۔ وفاقي وزيرې ووئيل د مسلم ليګ (ن) په دور كښې مالي خساره 2260 اربه روپۍ وه كوم چې د عمران خان په دور كښې 5600 اربه ته رسېدلې دغسې تجارتي خساره د مسلم ليګ (ن) په دور كښې 30.9 اربه ډالره ٶه كومه چې د عمران په دور كښې 43 اربه ډالره ته رسېدلې۔ دې ووئيل د مسلم ليګ (ن) په دور كښې د جي ډي پي شرح باوجود ټېکس 11.1 فيصد يعنې د ټېكس وصولي زياته ده٬ د عمران خان په دور كښې په دې تناسب 9.2 فيصده ته راغلے٬ دغسې د مسلم ليګ (ن) په دور كښې د بې روزګارو شمېره 35 لكه ته راغلې وه كومه چې د عمران خان په دور كښې 60 لكه نه زياته شوې او مجموعي شمېره 95 لکه ته رسېدلې۔ دې ووئيل د نواز شريف په دور كښې د پاکستان كرپشن په نړيواله درجه بندۍ كښې په 117 نمبر ؤ او د عمران خان په دور كښې د کرپشن رېكارډ مات شوے او په نړيواله درجه بندۍ كښې د پاکستان 23 پوائنټس زيات شوي ۔ دې ووئيل عمران خان دې اووائي چې! پاکستان كښې كرپشن ولې زيات شوے او د 117 نه پاكستان 140 نمبر ته ولې تللے؟ مريم اورنګزېب ووئيل پي ټي آئي اليکشن نه په هېواد كښې اړے ګړے غواړي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې ووئيل پاکستان جمهوري هېواد دے، په دې كښې قامي سياسي اولسي ګوندونه وجود لري، د دوي په مشاورت به د انتخابات پرېكړه كېږي٬ د عمران خان او د ھغه جنتري پاکستان كښې يو كس٬ يو ګوند او د يو سوچ حكمراني غٶاړي، داسې به نه كېږي۔ وفاقي وزيرې ووئيل د يو ګوند د حكمرانۍ مطلب فسطائيت او آمريت وي، دا د ھغوي د منفي او غېر جمهوري سوچ څرګندونه ده۔
ټول اولس پوهه دے او خپل مجرم پېژني٬ د معاشي تباهۍ ذمه وار يوازې عمران خان دے٬ د اطلاعات وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د مسلم ليګ (ن) او د پي ټي آئي په دورونو كښې د معاشي٬ اقتصادي او د څيزونو د بيعو موازنه جاري كړه
مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ