اسلام آباد۔17اګست(اے پی پی) د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر قبله اياز په جړانواله كښې د رامخې ته شويو پېښو غندنه كولو سره وئيلي دي چې څه هم په جړانواله كښې شوي دي په مذهب ٬ د هېواد په قانون او زمونږ په معاشرتي اقدارو كښې هېڅ ځايې نه لري٬ اسلام د ټولو مذهبونو د عبادت خانو او مذهبي شعائرو د احترام درس وركوي۔ د زيارت په ورځ د اسلامي نظرياتي كونسل لخوا د جاري شوي بيان له مخې ډاكټر قبله اياز ووئيل د مذهب د بې حرمتۍ پېښې په رد عمل كښې د نورو مذهبونو وګړو او عبادت خانو په نښه كولو او د قانون لاس كښې د اخستلو اسلام كښې هېڅ ګنجائش نشته۔ په دې پېښو كښې د ككړو كسانو په ضد بايد كارروائي وكړې شي۔ كومو كورونو او عبادت خانو ته چې زيان رسولې شوې دې د هغې بحالۍ له دې اقدامات وكړې شي۔ ده ووئيل اسلامی نظریاتی کونسل د سيالكوټ پېښې په اړه په خپله خاص غونډه كښې كومه چې د كال 2021ﺀ دسمبر مياشتې په 20 مه نېټه شوې وه كښې حكومت ته وړاندېز وركړے و چې د داسې پېښو مخنيوي له ضروري ده چې ككړو مجرمانو ته سنګينه سزا وركړې شي٬ دې لپاره خصوصي عدالتونه جوړ كړې شي كوم چې د دې ډول جرمونو منصوبه جوړونكو ٬ دې لپاره پارونكو او د جوماتونو څخه دې لپاره اعلان كوؤنكي ټولو كسانو ته سخته سزا وركړي۔
اسلام د ټولو مذهبونو د عبادت خانو او د مذهبي شعائرو د احترام درس وركوي٬ ډاكټر قبله اياز
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha