اس??ام آباد۔29جنوری(اے پی پی) د ا??ران خارجه وزير حسېن امير عبد ا??لهيان د نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني په بلنه د ګل په سهار اس??ام آباد ته راورسېد۔ په نور خان ایئربېس د خارجه وزارت اېډيشنل سېكرټري (افغانستان او لوئيديزه آسيا) رحیم حیات قریشی د ګران مېلمه هركلے وكړو۔ د خارجه دفتر بيان له مخې د ا??ران خارجه وزير به د دورې په مهال نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني سره خبرې اترې كوي۔ هغه به وزیراعظم انوار الحق کاکړ سره هم ملاقات كوي۔ د لوړې كچې دې دورې اعلان د روانې مياشتې په 22 مه نېټه د دواړو هېوادونو شرك خبري كنفرنس كښې شوے ؤ ۔ په دغه خبري كنفرنس كښې دا هم وئيلے شوې وو چې د دواړو هېوادونو سفيران به خپلو خپلو چوكو ته بېرته لاړ شي۔ دې څخه وړاندې د ا??ران لخوا د روانې مياشتې په مهال د پاكستان د فضائي پولو خلاف ورزۍ څخه وروستو د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې پېچلې شوې وې۔ دغې څخه وروستو د پاكستان لخوا د ا??ران دننه د پاكستاني نژاد ترهګرو پټن ځايونو په نخ??ه كولو له بريدونه شوي وو۔
د ايران خارجه وزير د نګران خارجه وزير جليل عباس جيلاني په بلنه اسلام آباد ته راورسيد
مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena