اسلام آباد 19 مارچ (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې “هم مصطفوي” په كال 1974م كښې د او آئي سي آفيشل ترانه ګرځول شوې وه، د اطلاعاتو وزارت د ټېكنالوجې جدت په نظر كښې ساتلو سره د ترانې ري ريكارډنګ كړے. د دې ترانې دهن او تهيم پخوانې دے، د جميل الدين عالي دا تحرير شوې تران د قرآن كريم نه ماخوذ ده او په دې كښې د ښائسته ژبې او تاريخ وړاندې كولو هڅه شوې ده. ده دا خبرې د خالي په ورځ د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل د آفيشل ترانې د لانچنګ دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير ووئيل چې د ترانې تهيم دا دے چې د الله رسې قوي ونيسئ او په فرقو كښې مه پرېوځئ. ده ووئيل چې ډېرو كمو خلقو ته معلومه ده چې دا ترانه د او آئي سي آفيشل ترانه ده. په كال 1974م كښې د يو قرارداد د لارې دا د او آئي سي آفيشتل اېتهم ګرځول شوے و. د كال 1974 د او آئي سي په كانفرنس كښې دا ترانه په وړومبي ځل وړاندې كړې شوې وه. ده ووئيل چې د اطلاعاتو وزارت هڅه كړې چې د ترانې اصل شكل په ځائ وساتلې شي.
هم مصطفوي په كال 1974م كښې د او آئي سي آفيشل ترانه ګرځول شوې وه، د اطلاعاتو وزارت د ټېكنالوجې جدت په نظر كښې ساتلو سره د ترانې ري ريكارډنګ كړے. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د او آئي سي د آفيشنل ترانې لانچنګ دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم