اسلام آباد 21 اپريل (اے پي پي) د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار خان آفريدي د علامه اقبال د برسۍ په موقع خپل پيغام كښې وئيلي دي نن د يو دانشور، فلسفي او شاعر تلين ورځ ده۔شهريار خان آفريدي ووئيل مونږ علامه محمد اقبال ته د هغه په خذمات پيرزوئني وړاندي كوو،علامه اقبال د نظريه پاكستان په بنياد اېښودلو د پاكستان تعمير ممكن كړے۔شهريار خان آفريدي ووئيل علامه اقبال د كشمير او كشميريانو د سفير په حيث سره هم خذمات ترسره كړي ۔ده ووئېل د علامه اقبال كتاب ارمغانِ حجاز زياتره برخه د كشمير لپاره وقف ده۔شهريار خان آفريدي ووئيل علامه اقبال په 1908 كښې د انجمنِ كشميري مسلمانان سيكرټري هم پاتې شوے ،دې څخه څرګنده شوې چې د هغه زړه د كشمير خاوري لپاره دعاګو ؤ
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha