اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چاور وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي چې مسلم ليګ (ن) د خپل خراب شوي عزت بچ كولو لپاره د امتحانونو په معامله ارزان سياست كوي۔ د جمعې په ورځ خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل سعد رفيق او احسن اقبال خبر دي چې په بلوچستان او سندھ كښې امتحانونه شوي دي نو پاتې زده كوٶنكو ته څنګه رعايت وركول كېدے شي؟ ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) مشران پوهېږي چې د امتحانونو پرېكړه په متفقه توګه شوې٬ چې پكښې په آزاد كشمير كښې د ن ليګ او سندھ كښې د پيپلز پارټۍ حكومت شامل دے. ھغوي په دې هم پوهه دي چې د زده كوٶنكو د پروموټ كولو هېڅ بنياد موجود نه دے ځكه چې تېر كال امتحانونه نه وو شوي۔ شفقت محمود ووئيل چې كه سعد رفيق او احسن اقبال تعليم يافته دي نو دوي ته علم پكار دے چې امتحانونه د زده كوٶنكو قابليت تللو لپاره څومره ضروري دي په خاص توتګه د دولسم ټولګي لپاره ځكه چې دا زده كوٶنكي پوهنتونونو او پروفېشنل كالجونو ته ځي٬ د خواري كښ زده كوٶنكو په ضد تفاوت ولې وكړې شي؟وفاقي وزير په امتحانونو كښې برخه اخستونكو زده كوٶنكو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل ان شاء الله ټول به ښه پرفارم كوي
مسلم ليګ (ن ) د خپل خراب شوي عزت بچ كولو لپاره د امتحانونو په معامله ارزان سياست كوي۔ وفاقي وزير شفقت محمود
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ