اسلام آباد 01 دسمبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير اسد عمر وئېلي دي پاكستان د ټېكسټائل مصنوعاتو برآمدات زياتولو لپاره مستحكم بنياد جوړېدے شي٬په برآمدات كښې اوسنۍ اضافه سي پېك سره تړلو منصوبو له به زمونږ د كاميابۍ مضبوط بنياد ثابت شي۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د شورو په ورځ په سي پېك اتهارټي كښې د چائنا چيمبر آف كامرس فار امپورټ اينډ ايكسپورټ آف ټېكسټائل او نامتو چينائي ټېكسټائل كمپنو او سرمايه كارو سره غونډې ته د وېنا كولو په مهال كړې۔په دې موقع د وزيراعظم د سي پیك چارو خاص مرستيال خالد منصور او په پاكستان كښې د ټېكسټائل سرمايه كارو ګډون كولو۔ دغس ېپه اسلام آباد كښې د چين سفارتخانې او په بيجنګ كښې د پاكستان سفارتخانې هم په غونډه كښې ګډون كولو۔وفاقي وزير اسد عمر ووئيل دستوره كول د چين سرمايه كارو ته د ټېكسټائل په څانګه كښې د پاكستان تقابلي ګټه رامخې ته كولو لپاره راجوړه شوې۔ده ووئيل پاكستان چينائي سرمايه كارو سره مرسته كوي او دا ډول ملاقاتونو مقصد سرمايه كارو ته د ټېكسټائل په سېكټر كښې د سرمايه كارۍ موقعو په اړه د خبرتيا پېدا كولو موقع وركول دي۔خالد منصور ګډون كوونكي د حكومت لخوا د سرمايه كارو آسانيو لپاره د شوو اقداماتو څخه هم خبر كړل۔ده ووئيل قانوني فريم ورك لا ښه كولې شي دغسې چې سرمايه كارو ته خپل كار پېل كولو او چلولو كښې آساني وي۔ده ووئيل سي پېك د صنعتي مرستې په برخه كښې لوئې صلاحيت لري او د دې څخه استفاده كولو لپاره مهم كار روان دے۔دغسې په دې مهال چين سوداګرو او سرمايه كارو ته د پاكستان د ټېكسټائل سېكټر په اړه تفصيلي پريزنټيشن وركړے شو
پاكستان د ټېكسټائل برآمدات زياتولو لپاره مستحكم بنياد جوړېدے شي۔وفاقي وزير اسد عمر
مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔