اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د آئي اېم اېف د سختو شرطونو باوجود حكومت داسې بجټ وړاندې كړے كوم چې به هېواد كښې معاشي استحكام راولي او كوم چې په كال 2018 كښې ؤ ۔۔ د جمعې په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې دې ووئيل په بجټ كښې د زراعت څانګې لپاره تاريخي اعلانات شوي، دا زيرو ټېكس انډسټري ګرځولې شوې ۔ دې ووئيل د زراعت په څانګي كښې مراعات سره به نه يوازې زرعي څانګه وده وكړي بلكې زرعي پېداوار به هم زيات شي۔ په زرعي آلات به زيرو كسټم ډيوټي او سېلز ټيكس وي، دې ووئېل د پاكستان په تاريخ كښې زرعي څانګې ته دا ډول د ټېكس استثنيٰ د دې نه وړاندې نه ده وركړې شوې ۔ دې ووئيل مونږ دا سوچ لرو چې معاشي استحكام يوازې د زراعت د لارې راتللے شي۔ دې ووئيل د آئي ټي څانګي لهوركړې شوې مراعات سره به د آئي ټي ايكسپورټس وده ومومي
د آئي اېم اېف د سختو شرطونو باوجود حكومت داسې بجټ وړاندې كړے كوم چې به هېواد كښې معاشي استحكام راولي اوكوم چې په كال 2018 كښې ؤ ۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د پارلمان نه بهر ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ