پېښور ۔22 مئی(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي معذوره ماشومان زمونږ د ټولنې مهمه برخه ده او په هيڅ حال كښې به دوي يواځې نه پريږدؤ٬ معذوره ماشومان دې خپل مور او پلار سره ما هم خپل مشر وګڼي٬ ده په ځوانانو زور راوړو چې په هېواد کښې له تاوتريخوالي او اړي ګړي رامخې ته كولو څخه ډډه وکړي او شرافت، عزت ٬ احترام او اخلاقيات د خپل ژوند برخه وګرځوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خېبر ميډيكل يونېورسټي (كے اېم يو) پېښور تر سېوري لاندې معذوره زده كوؤنكو ته د سكالرشپس چېكونو وركولو دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې د نګران وزيراعلی د روغتيا صلاحكار پروفېسر ډاكټر ضياﺀ الحق ٬ د فېكلټۍ غړو او زده كوؤنكو ګډون وكړو۔ ګورنر زده كوؤنكو ته ووئېل مونږ ټولو له به په ګډه د هېواد پرمختګ او سلامتيا له خپل كردار ترسره كول وي۔ تاسو له به د اولسي او رياستي املاكو تحفظ له د خپلو قومي او دفاعي ادارو سره په ګډه هېواد دښمنه عناصر په خپلو ناوړه ارادو كښې ناكامه كول وي۔ ګورنر د معذوره وګړو د مكمل فيس په معاف كولو د کے اېم یو د وائس چانسلر، فېکلټي غړو او د پوهنتون د انتظاميې مننه وكړه او دا يۍ د ستائنې وړ ګام وګرځولو۔ ده په دې خبره هم زور راوړو چې معذوره وګړو ته دې په ملازمتونو كښې هم ترجيح وركړې شي۔ په دې موقع ګورنر 80 معذور زده كوؤنكو انجونو او هلكانو ته د فيس معافۍ سندونه او د یو اېس اېډ لخوا اسکالرشپ ترلاسه كوؤنكو 19 انجونو زده كوؤنكو ته چېكونه وركړل۔ ګورنر سټېج ته د رابللو په ځاے پخپله چيكونه معذوره وګړو ته د هغوي په چوكو او د فيس معافۍ سندونه وركړل۔ د ګورنر په موجودګۍ كښې د خېبر میډیکل يونيورسټي او پېډو ترمينځه د معذورو وګړو خېر ښېګړې په اړه د تفاهم يادښت هم لاس ليك كړے شو
معذوره ماشومان زمونږ د ټولنې مهمه برخه ده ٬ په هيڅ حال كښې به دوي يواځې نه پريږدؤ٬ د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي
مضمون کا ماخذ : loteria Ceará