اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې بشپړه پرمختګ لپاره سياسي استحكام او د پالېسيو تسلسل ته اړتيا ده٬په محدود وسائلو كښې د معيشت بحالي يو لويې چېلنج وو٬پرمختيائي بجټ 550 ارب روپۍ نه زياتولو سره 1150 ارب روپۍ كړې شوې۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت 16 مياشتو كاركردګۍ رپورټ جاري كولو په اړه دستورې ته په خپله وينا كښې وكړه۔ وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل چې د كال 2018 سياسي تجربې په نتيجه كښې پرمختيائي اقدامات د تعطل ښكار شوي او سي پیك متنازعه جوړ كړې شوې۔ ده ووئيل چې د منصوبه بندۍ او پرمختګ په وزارت كښې درې ځله د كار كولو موقع ترلاسه شوې٬د جامع پرمختګ لپاره سياسي استحكام او د پالېسيو تسلسل ضروري دے۔ ده ووئيل چې په اپرېل 2022 كښې مونږ حكومت سنبهال كړو نو هېواد د معاشي بحران ښكار وو۔محدود وسائلو كښې د معيشت بحالي يو لويې چېلنج وو٬پرمختيائي بجټ د 550 ارب نه زياتېدو سره 1150 ارب روپۍ كړې شوې۔ د وفاقي پرمختيئايي بجټ 2022-2023 لاندې 741 ارب روپۍ اجرا كړې شوې كوم چې يو رېكارډ دې۔وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل چې پرمختيائي اهداف كښې د بشري وسائلو پرمختګ٬ځوانان خپلواكه جوړول او جامع پرمختګ ته ترجيح وركړی شوې٬د لوړو زده كړو بجټ 2022 كښې 26 ارب روپۍ و كوم مو چې نن 71 ارب روپۍ پرېښودلے دے۔
بشپړه پرمختګ لپاره سياسي استحكام او د پالېسيو تسلسل ته اړتيا ده٬ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت د كاركردګۍ رپورټ اجرا دستورې ته وينا
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha