اسلام آباد 18 نومبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د كورونا وائرس نړيوالې وبا د ازمېښت په وخت كښې د يو لك 20 زره پاكستانيانو په خيال ساتلو د بحرېن د مشرتابه خاص مننه كولو سره بحرېن سره په بېلا بېلو څانګو كښې نزدې مرستې لپاره د پاكستان د پوخ عزم څرګندونه كړې او وئيلي ئې دي بايد نړيواله ټولنه او په خاص توګه اسلامي نړۍ د كشميري اولس د بنيادي حقونو تحفظ لپاره غږ پورته كړي، د اسلاموفوبيا او داسې نورو ستونزو شريك حل لپاره په اسلامي نړۍ كښې اتفاق او يووالي ته ضرورت دے. وزيراعظم دا خبرې د زيارت په ورځ د بحرېن د نمائندګانو د كونسل سپيكرې فوزيه بنت عبدالله زينال په مشرې كښې پارلماني پلاوي سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. وزيراعظم د سپيكرې او د هغې سره د راغلي پلاوي تود هركلے وكړو. د بحرېنن سپيكرې د پارلماني پلاوي په مېلمستياﺀ كولو مننه وكړه او د بحرېن مشرتابه لخوا ئې وزيراعظم لپاره د نېكو هيلو پېغام ورسولو. هغې ووئيل د هغې دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تاريخي اړيكو عكاسي ده. سپيكرې په بحرېن كښې د كار كوونكو پاكستانيانو خدمات وستائيل او وې وئيل پاكستانيان د بحرېن د خلقو وروڼه دي. وزيراعظم د بحرېن مشرتابه لپاره د نېكو جذباتو څرګندونه وكړه او د بحرېن باچا او ولي عهد ته ئې د پاكستان د دورې كولو بلنه وركړه. وزيراعظم د كورونا وائرس نړيوالې وبا د ازمېښت په وخت كښې د يو لك 20 زره پاكستانيانو په خيال ساتلو د بحرېن د مشرتابه خاص مننه كولو سره بحرېن سره په بېلا بېلو څانګو كښې نزدې مرستې لپاره د پاكستان د پوخ عزم څرګندونه وكړه. وزيراعظم د افغان اولس په سنجيده صورتحال هم رڼا واچوله. وزيراعظم په افغانستان كښې د سنګينو اقتصادي چېلنجونو په تناظر كښې د انساني بحران مخ نيوي لپاره د نړيوالې ټولنې د تعميري كردار په ضرورت زور راوړو. ده د افغانستان د منجمد اثاثو جاري كولو په ضرورت هم زور راوړو. د بحرېن سپيكرې د وزيراعظم دې خبرې سره اتفاق وكړو چې بايد د افغانستان صورتحال په نظر كښې ساتلو او د اسلامي امت كاز مخ په وړاندې بوتللو لپاره اسلامي نړۍ تعميري او اجتماعي كردار ترسره كړي. د يادونې وړ ده د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر په بلنه د مملكت بحرېن سپيكره فوزيه بنت عبدالله زينال پارلماني پلاوي سره د نومبر د 17مې نېټې نه تر 21مه نېټه د پاكستان په دوره راغلې ده .
بحرېن سره په بېلا بېلو څانګو كښې نزدې مرستې ته وده وركول غواړو، بايد نړيواله ټولنه او په خاص توګه اسلامي نړۍ د كشميري اولس د بنيادي حقونو تحفظ لپاره غږ پورته كړي. د وزيراعظم عمران خان د بحرېن پارلماني پلاوي سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد