سيدوشريف 16مارچ (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي ترهه ګري اسلام سره تړل او د نبي كريم(ص)په شان كښې د ګستاخۍ په ضد د نړۍ په هر فورم په موثر ډول غږ پورته كړے شوے چې په نتيجه كښې يې په ملګرو ملتونو كښې هر كال د مارچ په پنځلسمه نېټه د اسلامو فوبيا تدارك نړيوالې ورځې لمانځلو قرارداد منظور كړے شو٬راتلونكې ورځ د پاكستان د تاريخ پريكړه كونكې ورځ ده چې پكښې به د هېواد د تقدير پريكړه كېږي٬ د مارچ په 27مه نېټه ټول قام د كورونو څخه راوځي٬اسلام آباد ته راشۍ او نړۍ ته اوښائي چې مونږ رېښتيا او د حق سره ولاړ يو او د غلو٬ډاكوانو او منافقانو په ضد ولاړ يو۔عمران خان د امريكې صدر پشمول د نړيوالو حكمرانانو په سترګو په مړانه خبرې كوي٬د ټاكنو كميسون دې اووئي چې د پيسو په طاقت د اسمبلۍ د غړو ضمير اخستو قانون اجازه وركوي؟د درې ټولګے يره لري كه چرې عمران خان نور په اقتدار كښې پاتې شو نو د هغوي مقدر به زندان وي خو زه به په يو بال درې واړه وكټۍ اخلم۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د شورو په ورځ ګراسي ګراؤنډ سيدوشريف سوات كښې اولسي غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔په دې موقع د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد هم وېنا وكړه۔وزيراعظم چې كله د جلسې ځاې ته ورسېدو نو په جوش او نعرو سره د هغه تود هركلے وكړے شو۔وزيراعظم د وېنا كولو په مهال په شاندار هركلي د سوات پرجوش ټائيګرز مننه وكړه۔ده ووئېل د سوات اولس دې په بلدياتي ټاكنو كښې د بېټ په نخښه كانديد ته رائے وركړي او كوم چې د پي ټي آئي د آزاد وركرز كانديد په توګه ټاكنو كښې برخه اخلي هغه دې كېښني٬ ۔وزيراعظم په دې مهال د ملګرو ملتونو څخه د اسلامو فوبيا مخ نيوي لپاره د مارچ 15مه نېټه لمانځل د پاكستان لخوا د وړاندې كړي قرارداد په منظورۍ خپلې ډلې٬خارجه وزير او په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اكرم په هڅو هغوي ته مباركي وركولو سره وئېلي دي زمونږ د دريو كلونو څخه هڅې وې چې د اسلامو فوبيا په ضد ملګرو ملتونو قرارداد پاس كړو٬د نائن اليون نه پس په لوېديز كښې د مسلمانانو په ضد كركه زياته شوې٬د دې په سبب ترهه ګري او اسلام يو بل سره تړلے كېدل٬ ده ووئېل د اسلام او ترهه ګرۍ خپل مينح كښې هېڅ تعلق نشته٬د ترهه ګرۍ كوم مذهب نشته٬بله خبره د نبي كريم(ص)په شان كښې ګستاخي وه٬د هغې په ضد په غږ پورته كول به لوېديزو مونږ تنګ نظره او د رائے د اظهار د آزادۍ خلاف ګڼلو۔وزيراعظم ووئيل زمونږ په هڅو په ملګرو ملتونو كښې د اسلامو فوبيا په ضد قرارداد منظور شو٬فضل الرحمان دې اووئي چې ده د 30 كلونو څخه د مذهب په نوم سياست كړے٬آيا ده كوم لوېديز لارښود سره په دې خبره كړی؟۔وزيراعظم ووئيل په كال 1973 كښې د قاديانانو د اقليت ګرځولو نه پس دا تر ټولو لوي كار وشو۔د تېرو 30 كلونو په مهال چې دوي يو بل ته اقتدار وركولو هغوي دې اووئي چې كله دوي په دې معامله په ملګرو ملتونو كښې خبره كړی ؟ بيخې نه ځكه چې دوي داسې خبره نشوه كولې او هغه ځكه چې غلامان كومه عقيده نه لري۔وزيراعظم ووئيل د ټاكنو كميسون نه پوښتنه ده آيا آئين د هارس ټريډنګ اجازه وركوي؟د نړۍ كوم جمهوريت د دې اجازه وركوي؟ده ګډون كوونكو ته ووئيل تاسو دې د امر بالمعروف او د نهي عن المنكر د حكم پيروي وكړې چرته چې د غلا په پيسو ضمير اخستلے كېږي ٬ د هغې په ضد پاڅون فرض دے ۔
د اسلامو فوبيا په ضد د قراداد منظوري لويه كاميابي ده٬د مارچ په 27مه نېټه ټول قام د كورونو څخه راوځي٬اسلام آباد ته راشۍ او نړۍ ته اوښائي چې مونږ رېښتيا او د حق سره ولاړ يو۔ د وزيراعظم عمران خان سيدوشريف سوات كښې اولسي غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن