اسلام آباد۔11اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي په افغانستان بندېزونو سره د بشري بحران او ګډوډي رامخې ته كېدو اندېښنه ده٬ درې لكه افغان عسكرو د جنګ كولو نه غېر وسله وغورځوله٬ طالبانو ته بايد وخت وركړے شي ٬ افغانستان ټولو ګاونډي هېوادونو سره يوه تجارتي راهداري ده۔ د ګل په ورځ مډل ايسټ آئي سره خپله خصوصي مركه كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل نړۍ بايد افغانستان سره خبره وكړي٬ بندېزونه لګولو سره به هغه په مزاحمت كولو مجبور كړې شي۔ هغه ووئيل مونږ په كال 2008 كښې امريكائي مشرتابه ته وئيلې وو چې د افغان مسئلې كوم پوځي حل نشته۔ افغانستان څخه د امريكائي پوځ د وتلو او د طالبانو مخ په وړاندې راتلو نه وروسته مونږ د ګډوډي او د روسيه او برطانيه د افغانستان نه د وتلو نه وروستو د كورنۍ جګړې توقعه لرله ولې درې لكه افغان پوځ د جنګ كولو له نه غېر وسله وغورځوله۔ په افغانستان كښې حكومت يوازې ښارونو ته محدود وو په كلي والو سيمو كښې مقبوليت طالبانو ته ترلاسه ؤ۔ د امريكا د وتلو نه ورسته صورتحال ثابته كړه چې تش د نامې او كرپټ حكومت لپاره څوك جنګ نه كوي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان منطقه كښې اقتصادي مرستې ته وده وركول غواړي۔ وزیراعظم ووئيل امريكائي صدر سره زما خبره نه ده شوې بياهم د خارجه وزير خپل امريكائي همڅنګ سره او په نورو كچه مونږ رابطې كړي دي۔ وزیراعظم ووئيل په هند كښی يو نسل پرست حكومت دے ٬ نړۍ بايد مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو نوټس واخلي۔ هغه غوښتنه وكړه چې كشميري اولس ته دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو لمخې د خپلواكۍ حق وركړے شي۔
په افغانستان بندېزونو سره د بشري بحران او ګډوډي رامخې ته كېدو اندېښنه ده٬ درې لكه افغان عسكرو د جنګ كولو نه غېر وسله وغورځوله٬ طالبانو ته بايد وخت وركړے شي۔ د وزيراعظم عمران خان د مډل ايسټ آئي سره خصوصي مركه
مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ