اسلام آباد 15جولائي (اے پي پي) وزیرِاعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي حکومت ځوانانو له د جدید هنر او پیشه وره تعلیم وركولو لپاره سرمایه كارۍ كولو له لوظي دے،ځوانانو له به د ژوند په ټولو څانګو كښې د پرمختګ او وقار لپاره جدید هنر او پیشه وره تربیه ب??وري كولې شي۔د ځوانانو لپاره د هنر نړيوالې ورځ په موقع خپل پیغام كښې وزیراعظم ووئيل د پاکستان تر ټولو لوئ?? طاقت زمونږ صلاحیت لرونكې ځوانان دي۔ د پاکستان سباؤن روښانه كولو لپاره ځوانانو له جدید هنر وركول د وخت ضرورت دے۔پرمختګ كوونكې قامونه خپلو ځوانانو له هنر وركولو كښې سرمايه كاري كوي۔ حکومت خپلو ځوانانو له جدید تعلیم، یو ډول د پرمختګ موقعو وركولو سره سره د نړۍ سره سيالي كولو لپاره جدیده پیشه وره تربیه وركوي۔ وزیرِاعظم ووئيل د انفارمېشن ټیکنالوجي په څانګه كښې 3 لکهه او جدید زراعت لپاره يو زر ځوانان پیشه وره تربیې لپاره چین ته د لېږلو اقدام ، كوم چې د چين اوسنۍ دورې په مهال ترسره شوے،د حکومت د دې عزم پخلے دے ۔په دې لړ كښې نه يواځې ميرمنې بلکه پسماندہ سيمو څخه تعلق لرونكو ځوانانو ته خاص پام لرنه كېږي۔وزیراعظم ووئيل په قامی كچه هم د انفارمېشن ټیکنالوجی په څانګه كښې تربیتی پروګرامونه روان دي۔ نیوټيك (NAVTTC) ترمخه د ادارو ?? اصلاحات عمل هم پيل كړے شوے۔ جكومت نیوټيك او د هغې شراکتی ادارو ??ره په ګډه ګڼو ځوانانو له د مارکیټ ایبل هنر او پیشه وره تربیې وركول ب??وري كوي۔ وزیرِ اعظم ووئيل ځوانانو له به د ژوند په ټولو څانګو كښې د پرمختګ او وقار لپاره جدید هنر او پیشه وره تربیه ب??وري كولې شي۔
حکومت ځوانانو له جدید هنر او پیشه وره تعلیم وركولو لپاره سرمایه كارۍ له لوظي دے۔وزیرِاعظم
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی