اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د احتساب او د كورنيو چارو صلاحكار بېرسټر شهزاد اكبر وئيلي دي د احتساب عمل به د كوم فرق نه بغېر روان وي، د جهانګير ترين معامله قانوني ده، د جهانګير ترين په ضد كارروائي د شوګر كميشن په رپورټ كولې شي، زه به خوشحاله شم چې په هغه لګولې شوي تورونه دروغ ثابت شي. د شورو په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل د اېف آئي كومه ډله زما په نګرانې كښې كار نه كوي. په كېس كښې ټول پوزيشن واضح دے. شوګر انكوائري كميشن كابينې جوړ كړے ؤ، هغه كميشن پلټنې كړي چې پكښې د جهانګير ترين نوم راغلے او په دې كارروائي كېږي. ده ووئيل دا كوم كنفرم كېس نه دے يوازې تورونه دي او زه به خوشحاله شم چې دا تورونه غلط ثابت شي. ده ووئيل نواز شريف د اسحاق ډار په شان تورن نه بلكې مجرم دے. د برتانيې حكومت ته مو د نواز شريف بې دخله كولو وئيلي دي ۔ ده ووئېل برتانيې د نواز شريف سپارلو نه انكار نه دے كړے، نواز شريف به سزا پوره كولو لپاره پاكستان ته راځي.
د احتساب عمل به د كوم فرق نه بغېر روان وي، د جهانګير ترين په ضد كارروائي د شوګر كميشن په رپورټ كولې شي. د وزيراعظم د احتساب او كورنيو چارو صلاحكار شهزاد اكبر نجي ټي وي چېنل سره خبرې
مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena