اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي)د وزيراعظم د تجارت او سرمايه كارۍ صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئېلي دي چې د حكومت د غوره پالېسو په نتيجه كښې په هېواد كښې د لويو صنعتونو په پېداوار كښې په 16 كلونو كښې په وړومبي ځل تر ټولو زياته اضافه شوې۔ د ګل په ورځ په خپل ټوېټ كښې ده ووئيل چې خوشحاله يم چې د مالي كال 2021 په مهال په هېواد كښې د لويو صنعتونو په پېداوار كښې د 14.85 فيصد شرح سره اضافه شوې۔دا اضافه د تېرو 16 كلونو په مهال د صنعتونو په پېداوار كښې تر ټولو زياته اضافه ده۔ده ووئيل چې ټیکسټائل، خوراك، بیوریجز، تمباکو، پیټرولئیم، فارماسیوټیکل، معدنیات، آټوموبائل، فرټیلائزیرز او آئرن وسټیل مصنوعات په پیداوار كښې اضافه شوې
مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا