اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې د ضلعې او تحصيل په كچه د ماركيټ كمېټۍ لا فعالولو سره عامو وګړو ته لا زياتې آسانۍ وركولو لپاره ټول ضروري ګامونه پورته كرئ۔ده دا سپارښتنه د ګل په ورځ په خپله مشرۍ كښې هېواد كښې د ګډ ګورننس په حقله په غونډه كښې وكړه۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان وئېلې دي په نړيواله منډۍ كښې د ګرانۍ اوسني رجحان په وجه په پاكستان د ګرانۍ اثرات مرتب كېږي ٬مونږ د ګډ ګورننس او ښه پرائس كنټرول مېكنزم د لارې د ضروري څيزونو د بيعې جاكع نګراني باوري كولو لپاره هلې ځلې كوو او دې مقصد لپاره په سپلائي چين مناسب كنټرول او په ذخيره اندوزو نظر ساتو۔دغسې په دې مهال وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د ضلعې او تحصيل په كچه د ماركيټ كمېټۍ لا فعالولو سره عامو وګړو ته لا زياتې آسانۍ وركولو لپاره ټول ضروري اقدامات وكړئ ۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم ته ووئيل شول د پي ټي آئي ګډ ګورننس ډلې پېنډۍ او اسلام آباد كښې په كاميابۍ سره پائېلټ پراجېكټ پېل كړے چې په نتيجه كښې يې د حكومت په جاري كړو بيعو عملدرآمد باوري كولو د لارې د ضروري څيزونو بيعه كښې كمے راغلے۔په غونډه كښې د وزيراعظم د خزانې صلاحكار شوكت ترين٬سېنېټر سېف الله نيازي او نورو چارواكو ګډون كولو
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ګډ ګورننس په اړه غونډه
مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل