اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د قانون سرلوړۍ ته حكومت پام لرنه كوي ٬ حكومت د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د فوجدارۍ په انصاف نظام كښې اصلاحات كوي كوم سره به چې د حكومت د قانون سرلوړۍ منشور عملي كړے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د حكومت د فوجدارۍ انصاف نظام كښې په اصلاحات د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔غونډې ته د وېنا كولو په مهال وزيراعظم عمران خان ووئيل د قانون سرلوړۍ ته حكومت پام لرنه كوي ٬وخت سره سره فوجداري نظام كښې مهم بدلونونو نه د كولو په سوب په هېواد كښې مالدار او غريب لپاره په قانون كښې فرق زيات شوے٬ده ووئيل حكومت د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د فوجدارۍ په انصاف نظام كښې اصلاحات كوي٬ كوم سره به چې د حكومت د قانون سرلوړۍ منشور عملي شي۔په غونډه كښې وزيراعظم ته د حكومت په هېواد كښې د فواجدارۍ انصاف نظام كښې په اصلاحات تفصيلي بريفنګ وركړے شو ۔په غونډه كښې وئېلي شوي حكومت د هېواد د 70 كاله په تاريخ كښې په وړومبي ځل په دې نظام كښې لويې بدلونونه راولي كوم لپاره چې ټول سټيك هولډرز په مشاورت به كېلي ۔وزيراعظم د قانون وفاقي وزير فروغ نسيم او د قانون وزارت پارليماني سېكرټري مليكه بخاري او د قانون پوهانو د ډلې هڅې وستائلې او اصلاحات يې په هېواد كښې د قانون بالادستۍ لپاره ضروري وګرځول۔په غونډه كښې د قانون وفاقي وزير فروغ نسيم٬د قانون وزارت پارليماني سېكرټري مليكه بخاري او د قانون وزارت صلاحكارانو ګډون وكړو
حكومت د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د فوجدارۍ په انصاف نظام كښې اصلاحات كوي۔ د وزيراعظم عمران خان فوجداري نظام انصاف كښې د اصلاحات په اړه غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی