اسلام آباد 24 فروری(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په مشرۍ كښې د سېنېټ ګولډن جوبلي دستورې په اړه داعلٰی كچ كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د سېنېټ سيكرټري محمد قاسم صمد خان او د سېنېټ سېكرټرېټ نورو څانګو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د سېنېټ چيئرمېن د ګولډن جوبلي دستورې په اړه تراوسه د پېشرفت جاج واخست او هدايات يې وركړل چې د دې تاريخي اهميت وړ دستورې په اړه انتظامات لا تند كړئ ۔ده په دې اړه هم ووئېل هدايات چې د كفايت شعارۍ سره اخراجات لږ نه لږ وساتۍ او دستورې په ساده ډول كولو لپاره اقدامات وكړئ ۔په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د ټولوانتظاماتو په اړه د سېنېټ بزنس اېډوائزري كمېټۍ هم په اعتماد كښې واخستلې او پارليماني مشرانو سره مشاورت وكړې دغسې چې يادګار دستوره په بشپړه توګه ولمانځلې شي۔دغسې د سېنېټ بېلو څانګو اعلٰی چارواكو د سېنېټ چيئرمېن تراوسه د شوي پېشرفت نه خبر كړو۔د سېنېټ چيئرمېن په دې موقع ووئيل د هېواد موجوده معاشي صورتحال تر مخه دستوره په سادګۍ سره ولمانځئ
د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په مشرۍ كښې د سېنېټ ګولډن جوبلي دستورې په اړه داعلٰی كچ كمېټۍ غونډه
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج