اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي)د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ترهه ګرۍ مخ نيوي له د نظرثاني شوې نړيوالې تګلارې په ګډه منظوري وركولو سره د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كړې چې د اسلامو فوبيا٬نسل پرستي د كركې په بنياد رامخې ته شوو خطرو مخ نيوي لپاره مناسب اقدامات وكړي٬پاكستان د او آئي سي نورو هېوادونو سره په ګډه د اسلامو فوبيا د رامخې ته شوې ترهه ګرۍ د خطرې تسليمولو هڅې پیل كړې وې۔ ملګرو ملتونو د نړيوالې ترهه ګرۍ د مخ نيوي تګلاره كښې نيغ نيغه په نيغه او يا بلواسطه د نسلي او مذهبي امتياز په خاتمه او په دې بنياد د ترهه ګرو ډلو لخوا د كركې او تشدد په مخ نيوي زور راوړے۔هغوي د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري څخه غوښتنه كړې چې د داسې شدت خوښو او ترهه ګرو ډلو لخوا د رامخې ته شوو خطرو په اړه رپورټ جاري كړي۔د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند ووئيل پاكستان بيا بيا د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوله چې هغوي د ملګرو ملتونو د لارې د كاروائۍ پشمول د اسلاموفوبيا په ضد په اجتماعي توګه كاروائي وكړي۔وياند ووئيل پاكستان د اسلاموفوبيا٬نسل پرستۍ او د كركې زياتې شوې چپې او په ټوله نړۍ كښې د دائيں بازو شدت خوښو په اړه د د اندېشڼو څرګندونه كوله۔پاكستان د دائيں بازو شدت خوښو لخوا په خطرو هم د اندېښنې څرګندونه كړې
د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره د نظرثاني شوې نړيوالې تګلارې منظوري٬نړيواله ورورولي دې د اسلامو فوبيا٬نسل پرستي د كركې په بنياد د رامخې ته شوو خطرو مخ نيوي لپاره اقدامات وكړې ۔ملګري ملتونه
مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil