رپورټ :خرم شهزاد
ترجمه: ډاكټر واحد الله ايوب الازهري
نړيوالې وباﺀ كورونا وائرس د سترګو په رپ كښې د نړۍ د پرمختللو او پرمختګ كوونكو هېوادونو په شمول نزدې ټوله نړۍ خپله ولقه كښې اخستې۔ پاكستان د لوي څښتن په فضل او بيا د زياتې فعاله ستراتيجۍ د لارې نه يوازې د وباﺀ مخنيوې كړے بلكې دغه وائرس خپرېدو ته د نه پرېښودو لپاره په وخت د ګامونو پورته كولو نه پس په لږه موده كښې د وېكسينز ترلاسه كولو كاميابي هم تر لاسه كړې۔
د وزيراعظم عمران خان لخوا پاكستان كښې د كورونا وباﺀ په مهال د روزګار او معيشت دواړو دوامداره ساتلو لپاره تګلاره خپله كړې شوې او د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر (اېن سي او سي) سره قامي رابطه كمېټي (اېن سي سي) جوړه كړې شوې ۔ دې فورم ته د اعلی سول قيادت ٬ صوبائي حكومتونو او د روغتيا وزارت په شمول د ټولو بشپړ ملاتړ او مرسته ترلاسه ده۔ د اېن سي او سي په پلېټ فارم د لويو او سختو پړاؤنو ٬ د همكارانو مشاورت او د پوهانو د وړاندېزونو نه پس په ګډه پرېكړو سره يو ګران سفر سر ته رسېدلے او نن پاكستان د كورونا وائرس وېكسينېشن مهم كمپائن پېل كړے او په دې لړ كښې د نړۍ تر ټولو زيات اثر لرونكو 8 وېكسينز كښی د 4 ترلاسه كولو كښې كامياب شوے۔ دا وېكسينز به د روان كال په مهال وار په وار پاكستان ته رارسي۔ سږ كال به 70 فیصده ودانۍ ته د وېكسين لګولو هدف مقرر كړے شوے ۔ په نېشنل ایمونائزیشن منېجمنټ سسټم(نیمز) تر دې دمه 5 لکه 11 زره طبي عمله رجسټرډ كړې شوې ۔ د وضعه كړې تګلارې له مخې به په اولني پړاؤ كښې د رجسټرډ طبي عملې وېكسينېشن ترسره كولې شي۔ د کورونا وائرس نه بچ كېدو له به يوازې يو وارې وېكسين لګولې شي۔ د كورونا وېكسينېشن نه وروستو به يو كارډ جاري كولې شي كوم به چې ګرده نړۍ كښې د بهر هېوادونو سفر په مهال د قبلولو وړ وي۔
چين د پاكستان د باور وړ او آزمائيلے ملګرے هېواد دے۔ په نړۍ كښې يوازينېےهېواد پاكستان دے چا ته چې د چين لخوا كورونا وائرس څخه د بچ كېدو وېكسين 5لکه خوراكونه وركړې شوي۔ د دغه ډالۍ كړي وېكسين فرنټ لائن هېلت وركرز ته د لګولو عمل اسلام اباد او د آزاد جموں وكشمير په شمول څلورو واړو صوبو كښی پېل كړے شوے ۔ د چين وېكسين سائنو فارم Sino Pharm) او (Cansino),20 20 ملینه خوراكه به وار په وار پاكستان ته رارسي۔ د ټرائل تھري تجربې دا ثابته كړې چې دا وېكسين 86 فیصده موثر دي۔
وزیراعظم عمران خان هېواد كښې د كورونا ویکسینېشن كمپائن په باضابطه توګه پېل كړے۔ په دې لړ كښې راجوړې كړې دستورې ته خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل د كورونا وېكسين صوبو كښې يو برابر او په انصاف اډانه وېشن به باوري كولې شي۔ هغه ووئيل معاشي هلو ځلو پېل كېدو سره سره تعليمي ادارې هم پرانستلې شوي۔ د كورونا كېسونه مخ په كمېدو دي۔ هغه د حفاظتي اقداماتو عملي كولو په حاجت هم زور راوړو۔ د وېكسين 5 لکه خوراكونو په عطيه كولو وزيراعظم عمران خان د چين مننه وكړه او په دې لړ كښې ئې تندۍ سره په كار كولو خپلې ډلې له مباركي هم وركړه۔ هغه ووئيل تر ټولو وړاندې به فرنټ لائن هېلت وركرز او بيا د زيات عمر كسانو ته وېكسين لګولې شي۔
وزيراعظم ووئيل هېلت وركرز لپاره وېكسين لګول زيات ضروري دي ځكه چې په ګرده نړۍ كښې دوي تر ټول زيات خطر سره مخ دي۔
د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير اسد عمر كوم چې د اېن سی او سی چيئرمېن هم دے وېنا وه چې پاكستان او چين يو بل سره ژورې اړيكې لري۔ د وېكسين په عطيه كولو د چين مننه كوؤ۔ هغه وئيل د وېكسين په ترلاسه كولو كښې د اېن سي او سي كردار مهم دے۔ هيله ده چې د صوبائي اعلی وزيرانو په قيادت كښې به اولس دې وېكسين نه په زړه پورې استفاده وكړي۔ هغه ووئيل د كورونا په ضد زمونږ اصل اتلان فرنټ لائن هېلت وركرز دي كومو چې بلها قربانۍ وركړي۔وفاقي وزير اسد عمر خپل يو ټويټ كښې وئېلې دي د 65 كاله عمر لرونكو او دې نه زياتو بزرګانو ته د وېكسين لګولو رجسټرېشن عمل به راروانه اونۍ پېل كړے شي او دې خلقو ته به په مارچ مياشت كښې وېكسين لګول پېل شي۔
د ویکسینېشن كمپائن له مخې پنجاب، سندھ ‘ خېبرپختونخوا ، بلوچستان او د ګلګت بلتستان اعلی وزيرانو او د آزاد كشمير وزيراعظم د طبي عملې ویکسنیشن پړانسته كړې او د وفاق په ټولو برخو كښې په يو وخت د طبي عملې وېكسينېشن شوي۔
په دې مهال د چين پیپلز لبرېشن آرمي او د چين اولس لخوا د پاكستان وسله والو ځواكونو لپاره وېكسين عطيه كړې شوې ۔ د آئي اېس پي آر له مخې پاک فوج د ’’نېشن فرسټ ‘‘ روايت په ځاے ساتلو سره دغه وېكسين فرنټ لائن هېلت وركرز ته د عطيه كولو پرېكړه كړې او د وېكسين په عطيه كولو ئې د پیپلز لبریشن آرمی او د چين اولس د زړه له كومي نه مننه كړې۔
اېن سي او سي د نېشنل وېكسينېشن سټرېټيجي تر سېوري لاندې د وېكسينېشن تګلاره وضعه كړې شوې چې له مخې به ئې په اولني پړاؤ كښې طبي عملې ته ٬ دويم پړاؤ كښې د شپېته كالو يا دغې نه د زيات عمر لرونكو او په درېم پړاؤ كښی به د اتلس كالو او دغې نه د زيات عمر وګړو ته وېكسين لګولې شي۔ د كورونا وېكسين رجسټرېشن او د دې د انتظام څارنې له د اېن سي او سي لخوا آن لائن پورټل نېشنل ایمونیزېشن مېنجمنټ سسټم (اېن آئی اېم اېس) جوړ كړے شوے۔ هغه ټول وګړي كوم چې خپل ځان د كورونا وېكسين لپاره رجسټرډ كول غواړي هغوي له به خپل شناختي كارډ لمبر د خپل موبائل فون نه په 1166 اېس اېم اېس كول وي۔ رجسټرېشن لپاره د اېن آئي اېم اېس وېب سائيټ هم كارېدے شي۔ د شناختي كارډ درك له مخې به نزدې وېكسين سنټر ته د ځوابي اېس اېم اېس د لارې لارښوونه كولې شي او په يوه مخصوص نېټه او وخت به رجسټرډ شوي كسان وېكسين لپاره رابللے شي۔ وګړو ته به د ضرورت له مخې د وركړې شوي سېنټر بدلولو آساني هم ترلاسه وي هغې لپاره به په 1166 كال كول وي يا د اېن آئي اېم اېس په وېب سائيټ خپل سنټر به بدلول وي۔
وګړو له به په مخصوص كړې نېټه او وخت وېكسين سنټر ته تلل وي چرته چې معلوماتي كاؤنټر لګولې شوي ۔ دغلته د بېلو پړاؤنو نه تېرېدو نه پس به د تربيت يافته عملې لخوا وېكسين لګولې شي۔ د وېكسين لګولو نه وروستو به تر 30 دقيقو دغلته پاتې كېدل وي دغسې چې دا وكتلے شي چې د دې وېكسين كوم سائيډ افېګيټس (منفي اغېز) په وګړي ښكاره كېږي يا نه۔
د وزیراعظم د روغتيا خصوصي مرستيال ډاكټر فېصل سلطان له مخې اسلام آباد او د آزاد جموں وكشمير او ګلګت بلتستان په شمول ټولو صوبو كښې فرنټ لائن هېلت وركرز ته په يو وخت كښې د وېكسين لګولو عمل پېل شوے۔ هغه ووئيل د پاكستان 22 کروړه ودانۍ كښې به يوازې 10 کروړه وګړو ته وېكسين لګولې شي۔ دا وېكسين د چين سره سره هنګري ٬ يو اے اي او نورو هېوادونو كښې كاميابۍ سره كارولې شي۔ هڅه كوؤ چې د روان كال تر اخر دا د هېواد 70 فیصده وګړو ته ولګولې شي۔ دې وېكسين لګولو سره يوه ورځ تبه يا معمولي دړد راتلے شي۔ هغه ووئيل په ګرد هېواد كښې د وېکسین مركزونه جوړ كړې شوي كوم چې هره ورځ 40 زره وګړو ته د وېكسين وركولو صلاحيت لري او راتلونكو ورځو كښې به دا شمېره لا زياته شي۔ دا خبره هم د يادونې وړ ده د ګلوبل وېکسین الائنس انټرنېشنل (ګاوی)لخوا د (Astrazenica ) 20 ملینه خوراكه ٬ د نړيوال تنظيم لخوا د (Covax ) 30 ملینه خوراكه ٬ د دويمې چائنیز کمپنۍ (Cansino ) 20 نه تر 30ملینه خوراكه او د روسي ساخت وېكسين Spuenik پاکستان لپاره منظور شوي۔ په دې كښې د ځينې وېكسين د اخستو پرېكړه هم شوې كومو لپاره چې اېډوانس بكنګ شوے ۔
په دې حقله د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان وېنا وه د کووېډ۔19 ویکسینېشن به رضاكارانه وي او مونږ كوم وګړے دې وېكسين لپاره نه مجبوروو۔ كورونا وېكسين په سركاري روغتونونو كښې به وېړيا ترلاسه وي او د فرنټ لائن ميډيكل وركرز او مشرانو وګړو ته ستنې لګولو له د وېكسين په بېړني توګه كارول پېل شوي ۔ هغه ووئيل د ایسټرا زینکا وېکسین 17 ملین او د کوواېکس وېکسین شپږ ملينه خوراكه به د مارچ مياشتې تر پايې پاكستان ته راورسي۔ هغه ووئيل حكومت 220 ملین وګړو له د کووېډ 19 وېکسین اخستو له د 150 ملین ډالرو ابتدائي فنډ بېل كړے۔
نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر د وېكسینېشن عمل فعاله څارنې له په وفاقي كچه نېشنل وېکسین اېډمنسټرېشن اېنډ کوآرډینېشن سېل (اېن وی اے سی سی اېس) جوړ كړے كوم سره به چې د آزاد جموں وكشمير په شمول د څلورو واړو صوبو صوبائی وېکسین اېډمنسټرېشن اېنډ کوآرډنېشن سېل (پی وی اے سی سی) او دې سره به د ضلعو په كچه جوړ كړي ډسټرکټ وېکسین اېډمنسټرېشن اېنډ کوآرډینشن سېل تړلې وي۔ د څارنې دې تګلارې مقصد تر ضلعي كچې د مانيټرنګ عمل فعاله جوړول دي دغسې چې د وېکسینېشن عمل كښې كوم خنډ رامخې ته نه شي۔
پمز هسپتال كښې وېكسينېشن لپاره ټاكلي فوكل پرسن ارم نويد ووئيل د تېرې يوې نيمې مياشتې نه د وېكسين د راتللو تيارۍ روانې دي۔ د پمز 2 زره هېلت وركرز د كورونا رنځورانو درملنو كښې نېغ په نېغه مشغول پاتې شوي ۔ د دوئي د رجسټرېشن عمل بشپړ شوے۔ د ټولو ډاكټرانو ٬ پېرا مېډیکل سټاف او مرستياله عملې (وارډ بوائے ‘سېنټری ورکرز ‘ سکیورټی ګارډ) نامې ضلعې انتظاميې ته لېږلې شوي ۔ په دې عمل كښې د روغتون انتظاميه چا ته وړاندې يا وروستو د وېكسين لګولو اختيار نه لري۔ د چا نامه چې د ضلعې انتظاميه رالېږي هغه ته به وېكسين لګولې شي۔
طبي پوهان هيله لري چې په نړۍ كښې د كامياب او ښه افاديت لرونكو وېكسينز ترلاسه كېدو نه پس به د دې نتيجې هم زياتې ګټورې وي او د لوئي څښتن په فضل به پاكستان كښې د دې وېكسين لګولو سره د كورونا وائرس نه بچ كېدو له تر ډېره حده مرسته ترلاسه شي۔