اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د قومي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان وئيلي دي حكومت د كورونا واكسين زر راوړلو لپاره اقدامات كوي. په خپله يو مركه كښې ده ووئيل سينووك او كېن سينو بايولوجكس سره حتمي خبرې روانې دي. ده ووئيل چين د كووېډ 19 نه پس په نازك صورتحال كښې د پاكستان بشپړه مرسته كړې. ده ووئيل دا خبره د ستائنې وړ ده چې چين پاكستان ته د كورونا واكسين وركوي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د كورونا واكسين د اخستو نېټه واضحه نه ده خو ډېر زر به واكسين دلته موجود وي. ده ووئيل حكومت د چين څخه واكسين ترلاسه كولو لپاره موثر انتظامات كوي او دې لپاره د افرادي قوت ضرورت هم پوره كولې شي. ده ووئيل د كووېډ 19 واكسين كلينكل ټرائل هم په ښه ډول روان دے
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے