اسلام آباد 26 مئي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې به هېواد د سخت صورتحال څخه راوځي٬ټاكنې به په خپل ټاكلي وخت كېږي٬ عمران نيازي دې منفي سياست پرېدي او په چارټر آف اكانومي دې خبره وكړي ٬ پي ټي ائې تېره ورځ د اسلام آباد په سړكونو فساد مارچ كړے٬پاكستان چې كله هم د پرمختګ سفر پېل كوي نو عمران خان دهرنې كوي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ پرېس كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل د عمران خان منفي سياست قيمت 22 كروړ اولس ادا كوي٬د عمران خان د مارچ په سبب د ياسين ملك د سزا په ضد غږ پورته نه كړے شو۔ده ووئيل پوښتنه دا ده چې عمران خان د مئي 25مه نېټې ته مارچ ولې راوستے؟هند د مئي په 25مه نېټه ياسين ملك ته سزا اوروله٬ ده ووئېل د عمران خان سياست تل دښمنانو ته ګټه رسولې۔ده ووئيل څنګه چې مقصد پورا شو نو عمران خان كور ته په قلاره روان شو٬عمران خان وړاندې هم په معيشت وار كړے و٬ ده ووئېل عمران خان معيشت تباه كړے۔ده ووئيل پرون اسلام آباد كښې عمران خان فسادي سياست كړے ٬د دهرنې كال څخه څه مقصد ترلاسه كول وو قام پوښتنه كوي۔وفاقي وزير ووئيل عمران خان د فارن فنډنګ كيس حساب نه وركوي۔وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل پرون عمران خان كاركنان پرېښودل او بني ګاله ته لاړو٬پوښتنه دا ده چې عمران خان د مئي 25مې نېټې ورځ ولې ټاكلې وه٬ وفاقي وزير ووئېل عمران خان د هېواد دښمنانو لپاره هلې ځلې كوي٬وړاندې يې هم د 14 اګست په موقع دهرنا كړې وه٬عمران خان د هند په ضد د احتجاج مخ نيوي كال وركړے۔ده ووئيل عمران نيازي دې منفي سياست پرېدي او په چارټر آف اكانومي دې خبره وكړي ٬هغه د هېواد خالي كولو په ايجنډا كار كوي۔ده ووئيل په تېرو څلورو كلونو كښې د سي پېك له مخې يو ډالر سرمايه كاري نه ده راغلې٬د دې څخه زياته نااهلي او نالائقي څه كېدې شي۔ده ووئيل د سي پېك له مخې خاص اقتصادي زون كښې كوم كار نه دے شوے٬په ګوادر كښې كوم پرمختيائي كار نه دے شوے چې په كومو پروژو كار روان دے هغه زمونږ حكومت پیل كړی وې
عمران نيازي دې منفي سياست پرېدي او په چارټر آف اكانومي دې خبره وكړي ۔د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال پرېس كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز