اسلام آباد ۔28فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي پی ټي آئي به د سندھ د اولس غږ جوړ شي٬ د شهباز شريف د اربونو روپو كرپشن نيولې شوې دې٬ 17 زره ټرانزېكشنز نيولې شوي دي ٬ د مقصود چپړاسي د اكاؤنټس نه 4 اربه روپۍ راوتلي دي٬ د ده په څير نور 14 ملازمين دي د كومو په اكاؤنټس كښې چې په كروړونو روپۍ دي٬ هر وګړې بايد د شوګر ملز ملازم جوړ كړې شي دغسې چې هغه ارب پتي شي ٬ د شهباز شريف او آصف زرداري د مقدمو سماعت بايد د روزانه په بنياد وكړې شي ٬ بلاول د بېنظير په ځائې د آصف زرداري مشن مخ په وړاندې بوځي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې يو خبري كنفرنس كښې وكړه۔ هغه وئيل شهباز شريف د بېلو بهانو د لارې 9 ځله كېس ځنډولې دې ٬ د شهباز شريف او آصف زرداري په مقدمو كښې وروستوالې د انصاف په لاره كښې خنډ دے ٬ د دوئي د كېسونو سماعت بايد د روزانه په بنياد وكړې شي۔ وزير مملكت ووئيل مونږ نه د درې نيمو كالو حساب غوښتونكې دې د 15 كالو حساب وركړي ٬ په سندھ كښې د لوټ مار بازار ګرم دے ٬ د اربونو روبو غنم مږو خوړلي دي۔ وزير مملكت ووئيل پاكستان تحريك انصاف به د سندھ د اولس غږ جوړ شي۔ هغه زياته كړه چې د سندھ حقوق مارچ په لويه كچه ستائنه كېږي
پی ټي آئي به د سندھ د اولس غږ جوړ شي٬ د شهباز شريف د اربونو روپو كرپشن نيولې شوې دې٬ د شهباز شريف او آصف زرداري د مقدمو اورېدنه بايد روزانه وكړې شي ٬ بلاول د بېنظير په ځائې د آصف زرداري مشن مخ په وړاندې بوځي۔ فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا