اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې د پاكستان دستور د كوم فرق نه غېر د ټولو وګړو د بنيادي حقونو تحفظ كوي٬ د دستور ورځې لمانځلو روايت سره به د آئين س??لو??ي په ځائ ساتلو جذبه قوي شي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د دستور ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وكړې۔ وزيراعظم د دستور ورځې په موقع پاكستاني ا??لس ته مباركي وركولو سره ووئيل چې دا ورځ د هغو ټولو وګړو او مشرانو هڅې او كردار په ډاګه كوي كومو چې د قومي اتفاق د لارې دستور جوړولو لپاره ډېر محنت كړے۔ ده ووئيل چې دا ورځ هغو ټولو پاكستانيانو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كولو لپاره وقف ده كومو چې جمهوريت او د قانون حكمرانې لپاره قربانې وركړې دي۔ وزيراعظم ووئيل چې د يو قوم په حېث بايد چې مونږ په دې پوهه شو چې بايد د هېواد اعلٰي قانون اثباتي٬ ګڼ اړخيزه او شراكتي وي۔ په دې لړ كښې ما لپاره دا خبره د اطمينا وړ ده چې د پاكستان آئين د كوم فرق نه غېر د ټولو وګړو د بنيادي حقونو تحفظ باوري كوي او دا يو قوي او متحد وفاق ته بنياد وركوي۔ ده ووئيل چې اوس د يو قوم په حېث مونږ ته دا خبره باوري كول دي چې مونږ د آئين جهوري٬ پارلماني او د وفاقي نوعيت د مسح كولو كومه هم هڅه كاميابې ته پرې نه ږدو۔ وزيراعظم ووئيل چې د دستور ورځې لمانځلو روايت سره به نه يوازې د آئين س??لو??ي په ځائ ساتلو جذبه قوي شي بلكې زمونږ راتلونكي نسلونه د جمهوريت او د جمهوري طرز حكمراني د اهميت څخه د خبرولو سبب به هم وګرځي۔ وزيراعظم د آئين له مخې د پاكستاني ا??لس د حقونو او د فرائضو د عزم پخلې كولو په هڅو د پاكستان سېنېټ ته هم مباركي وركړه۔
د پاكستان دستور د كوم فرق نه غېر د ټولو وګړو د بنيادي حقونو تحفظ كوي
مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن