اسلام آباد۔29مئی(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د كونسل آف پاكستان نيوز پېپر اېډيټرز( سی پی اېن ای) نوې ټاكلي شوي صدر كاظم خان او نورو عهدېدارانو ته په كلنو ټاكنو كښې په كاميابۍ ترلاسه كولو مباركي وركولو سره د دې هيلې څرګندونه كړې ده چې د سی پی اېن ای نوې ټاكلې شوې مشرتابه به د فېک نیوز او د غېر مصدقه خبرونو خپرېدو او ودې مخنيوي له خپل كردار ترسره كړي۔ صدر ووئيل ځوان كول ته به دسوشل ميډيا مثبت استعمال ښودل وي او د فېك نيوز پېژندګلو په اړه به شعور بېدارول وي۔ صدر مملكت ووئيل د سي پي اېن اي په مشرتابه كښې دې ميډيا د خصوصي وګړو د خېر ښېګړې او د مېرمنو د حقونو په اړه اولسي شعور بېدارولو له خپل كردار ترسره كړي۔ صدر مملكت ووئيل هيله لرم چې د سي پي اېن اي نوې مشرتابه به د خپلو سماجي ذمه وارو ترلاسه كولو له خپل په زړه پورې رول ولوبوي۔
مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا