اسلام آباد 16اپريل (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د خصوصي وګړو رجسټرېشن عمل تندولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي د مختلف اقسام معذورو درجه بندۍ لپاره دې تګلاره وضع كړې شي، د معذورۍ سرټيفکيټ سره خاص وګړي د احساس پروګرام غوندې د سماجي تحفظ اسکيمونو څخه ګټه پورته كولې شي ،په دې اړه دې كوټلي ګامونه پورته كړے شي۔ ده د جمعې په ورځ ( افراد باهم معذوري) رجسټرېشن په اړه د غونډۍ مشري كوله۔ په غونډه كښې د نېشنل هيلتھ سروسز، ريګوليشنز اينډ کوآرډينيشن خاص مرستيال ډاکټر فيصل سلطان، سيکرټري عامر اشرف خواجه، د كورنيو چارو وزارت سپيشل سيکرټري شير عالم محسود، د نادرا چئيرمېن خالد لطيف او نورو اعليٰ چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې ټولو اړوندو ته د خصوصي وګړو رجسټرېشن تندولو سره د مختلفو قسمونو معذورو درجه بندۍ لپاره د تګلارې وضع کولو سپارښتنه وشوه۔ده ووئيل د خصوصي وګړو د حقونو تحفظ لپاره د هغوي د رجسټرېشن عمل تندولو ته اړتيا ده۔ صدر ووئيل خصوصي وګړو لپاره د معذورۍ سرټيفکيټ مهم دے ځكه چې د دې د لارې د حکومت احساس پروګرام غوندې د سماجي تحفظ اسکيمونو څخه ګټه پورته كيدې شي۔ په دې موقع صدر د نېشنل هيلتھ سروسز، ريګوليشنز اينډ کوآرډينيشن وزارت او نادرا د اړخه د خصوصي وګړو رجسټرېشن په اړه د پيشرفت نه خبر كړو۔ د نادرا چيئرمېن د بريفنګ په مهال ووئيل جنورۍ 2021 ء نه تر اوسه 80،000 خصوصي وګړي رجسټرېشن شوي ۔ صدر د بشري حقونو وزارت ، نېشنل هيلتھ سروسز، ريګوليشنز اينډ کوآرډينشن وزارت او نادرا ته سپارښتنه وكړه چې خصوصي وګړو له په مستقلو بنيادونو د معذورۍ سرټيفکيټ جاري کولو سره آسانۍ وركړئ ۔دغسې متعلقه سټيك هولډرز دې صوبائي حکومتونو سره د خصوصي وګړو رجسټرېشن لپاره ځايونه په ګوته كړي او ضروري ګامونه دې پورته كړئ۔
د صدر ډاکټر عارف علوي په مشرۍ كښې د معذوره كسانو رجسټرېشن په حقله غونډه
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha