اسلام آباد31مئي (اے پي پي) د كابينه اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي ) د كرونا نړيوالې وباء په موثره ډول مخنيوي لپاره د قامي لائحې له مخې واكسين اخستو لپاره نېشنل ډيزاسټړ مېنجمنټ اتهارټۍ (اېن ډي اېم اے) لپاره د 130 مېليونه ډالرو تكينكي ضمني ګرانټ منظوري وركړې ده۔ د اي سي سي خاص غونده د ګل په ورځ د خزانې وفاقي وزير شوکت ترين په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر٬ د نجكارۍ وزير محمدمياں سومرو، د رېلوے وفاقي وزيراعظم سواتي، تجارتي لپاره د وزيراعظم سلاحكار عبدالرزاق داﺅد،خاص سلاحكار ډاکټرعشرت حسېن، خاص مرستيال ډاکټروقارمسعود، د خزانې سېكتر او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ د اي سي سي دا غٶنډه د د كرونا واكسين اخستو په لړ كښې اېن ډي اېم اے لپاره د 130 مېليونه ډالرو تكينكي ضمني ګرانټ منظوري لپاره تابيا كړې شوې ٶه كوم چې به جون 2021 كښئ يو كروړ واكسين اخستو لپاره كارولې شي۔ په غونډه كښې د نوي مالي كال په مهال اضافي فنډز د ضرورت به جاج اخستې شې او اضافي فنډز به وركولې شي٬ د واكسين وركول او لګولو ذمه واري به د صحت قامي وزارت٬ سروسز او د اړوند صوبائي صحت څانګو وي
اي سي سي د كرونا واكسين اخستو په لړ كښې اېن ډي اېم اے لپاره د 130 مېليونه ډالرو تكينكي ضمني ګرانټ منظوري وركړه
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا