ګوادر۔12فروری (اے پی پی) د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله خان وئيلي دي چې د ځايي او بهرنيو وګړو تحفظ باوري كولو لپاره دې هر ډول ممكنه ګامونه پورته كړې شي او په عملدرآمد كښې دې هېڅ قسمه غفلت ونكړے شي٬ چينائي وګړو ته دې فول پروف امنيت وركړے شي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د اتوار په ورځ د ګوادر دورې په مهال د ترهه ګرۍ مخنيوي او د بهرنيو وګړو د امنيت په اړه د يوې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د داخله چارو وزير ته د امنيتي انتظاماتو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې د كورنيو چارو سېكتر يوسف نسيم کھوکھر ٬ د بلوچستان ستر سېكتر ٬ آئي جي او د امنيتي ادارو استازو ګډون وكړو۔ د داخله چار وفاقي وزير ووئيل د كورنيو او بهرنيو وګړو د تحفظ باوري كولو لپاره دې هر ډول ممكنه ګامونه پورته كړې شي او په عملدرآمد كښې دې هېڅ قسمه غفلت ونكړے شي۔ ده ووئيل چينائي وګړو ته دې فول پروف امنيت وركړے شي۔ده ووئيل د سي پېك لاندې د ټولو منصوبو يو فيصد برخه امنيت لپاره خاص كړې شوې ده ٬ په دې قانون بايد عملدرآمد وكړے شي۔ داخله وزير ووئيل په ترجيحي بنيادونو دې په امنيتي ادارو كښې په خالي چاواكو كسان تعينات كړې شي۔ په امنيتي ادارو كښې دې ځاي وګړو ته زياته ترجيح وركړې شي۔ دا خبره دې ياده وي چې داخله وزير دا مهال د وزيراعظم په هدايت د امنيتي انتظاماتو جاج اخستلو له د بېلو ښارونو په دوره دې۔
د ځايي او بهرنيو وګړو تحفظ باوري كولو له دې ټول ممكنه ګامونه پورته كړې شي٬ د داخله وزير رانا ثناﺀ الله د ترهه ګرۍ مخنيوي او د بهرنيو وګړو د امنيت په اړه غونډې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن