نيويارك 18مئي (اے پي پي) پاكستان د نړۍ د 120 پرمختګ كوونكو رياستونو غير وابسته هېوادونو تحريك (اين اے اېم ) څخه غوښتنه كړې چې اسرائيل څخه غوښتنه وكړي چې فلسطين كښې روان جارحيت په سمدستي توګه بند كړي ځكه چې اسرائيل په مقبوضه فلسطين سيمه ، ختيز بيت المقدس او غزه د بريدونو جواز نه لري۔ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اكرم د نان الائنډ موومنټ غونډه كښې تيره ورځ د ختيز بيت المقدس پشمول د مقبوضه فلسطين په ناوړه صورتحال د خبرو كولو په مهال فلسطين سره د يووالي څرګندونې سره د اين اے اېم غړي خبردار كړي چې هغوي د محصورو او د بې ګناه فلسطينيانو په ضد د اسرائيل د عسكري جارحيت اخلاقي يا پوځي برابرۍ مرستې څخه ډډه وكړي۔ منير اكرم څوك چې د ملګرو ملتونو د اقتصادي او سماجي كونسل صدر هم دے ووئيل بايد زمونږ غبرګون د خپلواكۍ حق او د غير ملكي قبضې او جارحيت په ضد د هلو ځلو د اصولو په بنياد وي
د اسرائيل جارحيت او د بې ګناه او محصورو فلسطينيانو دفاع يو مساوي اقدام ګرځولو لپاره هڅې د خفګان وړ دي، ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي غونډي ته وينا
مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena