اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني اهل اسلام او په خاص توګه پاكستانيانو ته د وړوكي اختر په موقع مباركي وركړې او وئيلي ئې دي چې الله تبارك تعالٰی مونږ ته د رمضان المبارك د فيوض و بركاتو څخه د مستفيد كېدو موقع راكړه. الله تعالٰی دې د ټولو مسلمانانو عبادات او دعاګانې قبولې كړي. ده ووئيل چې د وړوكي اختر ورځ د رمضان المبارك په اړه د رحمت الٰهي د تكميل او د مننې ورځ ده. د رمضان عبادات د تقوٰی، ضبط نفس، ايثار او د قربانې پشان خوبې نورې هم په ډاګه كوي. ديني او دنياوي كاميابۍ لپاره دا ضروري ده چې مونږ ټول كال هم د داسې جذبې او طرز عمل څرګندونه وكړو. محمد صادق سنجراني ووئيل چې نن د اختر خوشحالې لمانځلو سره د دې خبرې خاص خيال ساتل هم ضروري دي چې مونږ خپل خپلوان، ګاونډيان او په خوا او شا كښې ضرورت وروڼه او خوئندې هم په خپلو خوشحالو كښې شريك كړو ځكه چې د اختر رښتينې خوشحالي په هغه صورت كښې ترلاسه كېږي كله چې په دې كښې ټول خلق شريك شي. هم دا زمونږ د مذهب تعليمات دي او زمونږ د ټولنې وصف دے. د سېنېټ چيئرمېن اهل اسلام ته خواست وكړو چې په دې مباركه مياشت كښې دې دعا وكړي چې ټول انسانيت د كورونا د وبا څخه بچ كړي. ده پاكستانيانو ته خواست وكړو چې د اختر رخصتې په مهال دې د كورونا په اېس او پيز عمل باوري كړي چې دغسې خپل ځان او نور هم د وبا څخه بچ كړې شي. د سېنېټ ډپټي چيئرمېن هم قوم ته د وړوكي اختر مباركي وركړه.
د سېنېټ چيئرمېن او ډپټي چيئرمېن اهل اسلام او په خاص توګه پاكستانيانو ته د وړوكي اختر په موقع مباركي وركړه
مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada