اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري وئيلي دي د پاكستان او كانادا د تجارتي اړيكو لا وده د وخت ضرورت دے، د پاکستان او كانادا اړيكې د تاريخي نوعيت دي٬ په بشري بنيادونو د كانادا لخوا د افغانستان مرسته خوشبينه ده۔ د خارجه دفتر له مخې خارجه وزير بلاول بھټو زرداري دا خبرې د شورو په ورځ د كانادا خارجه وزيرې ميلاني جولي سره د وېډيو لنك د لارې كړي۔ په دې موقع د كانادا خارجه وزيرې د پاكستان په خارجه وزير جوړېدو بلاول بھټو زرداري له مباركي وركړه۔ د كاناډا خارجه وزيرې د پاكستان د ډائمنډ جوبلي بشپړېدو په موقع د پاكستان خپل همڅنګ سره د خبرو په مهال د دواړو هېوادونو اړيكې نوې بام ته د رسولو د عزم څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د كاناډا خپل هم منصب ترمېنځه په نړيوالو او سيمه ايزو اړيكو هم تفصيلي خبرې كولو سره د ګڼ اړخيزه اړيكو په لا مضبوطيا هم اتفاق كړے
د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري او د كاناډا خارجه وزيرې ميلاني جولي ترمېنځه په وېډيو لنك تماس
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات