اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي چې آئيني چارې آئيني عدالتونو ته ځي دغسې چې عام وګړو ته د انصاف وركولو په ??اره كښې خنډان رامخې ته نه شي دغسې چې د ھغ??ي كېسونه زر تر زره ترسره شي۔ د شورو په ??رځ ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير و??ئيل د آئيني بدلونو پحقله د پراخه مشاورت لړۍ روانه ده، ټولو سياسي ګوندونو نه يوازې خپل مېنځ كښې خبرې كړې دي بلكې دا هڅه هم شوې ده چې د رائيو اتفاق رامخې ته كړې شي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې پارلمان له هم خپل كردار لوبول دي، اپوزيشن او حکومتي ګوندونو د پارلمان دننه او بهر په دې بدلونونو ښه بحث كړے۔ ده ووئيل د قانون وزير په دې لړ كښې كردار د ستائنې وړ دے، ده د دې بدلونونو پحقله ټولې پارټۍ انګېج وساتلې او د آئيني مسودے پحقله ئې خپل كردار و??وبولو۔ ده ووئيل د سپېن، المان ، اټاليه پشمول د نړۍ په ??و شمېر هېوادونو كښې سپريم کورټ جلا او آئيني عدالتونه جلا وي، آئيني چارې آئيني عدالتونو ته ځي دغسې چې د عام وګړو كېسونه په ??خت ترسره كړې شي او دوي ته انصاف وركړې شي۔ ده ووئيل پاكستان يوازينې هېواد دے چرته چې د 9 مئي د پېښې پرېكړه قدرې ونه كړې شوه۔ وفاقي وزير و??ئيل په امريکا كښې د کيپيټل هل د كېسز پرېكړ په څو مياشتو كښې شوې، كومو كسانو چې ورانې كړې٬ سركاري املاك ته ئې زيان رسولې او بريد ئې كړې ھغه ټول كسان خپل انجام ته رسېدلي خو څه سبب دې چې د 9 مئي د تورونو د كېس تراوسه پرېكړه ونه شوه۔ ده ووئيل چې د آئيني بدلونونو مقصد يوازې دومره دے چې آئيني عدالتونه جلا كړې شي دغسې چې آئيني چارې جلا واورېدې شي او په ??ورو عدالتونو كښې د پاكستان د وګړو د كېسونو په ??خت پرېكړه وكړې شي٬ په عدليه كښې د زرګونو په شمېر كېسونه ځنډ سره مخ دي۔ ده ووئيل د قانون وزير چې كومه مسوده تياره كړې په ھغې تحريك انصاف سياست كړې او وئيلي ئې دي چې زمونږ مشر رابهر كړۍ بيا به په آئيني بدلونونو خبره كېږي۔ وفاقي وزير و??ئيل چا به اېن آر او وركولې نه شي۔ ده ووئيل د آئيني بدلونونو پحقله د مشاورت دائره كار پراخه كوٶ، مولانا فضل الرحمان سره هم مشاورت روان دے۔ وفاقي وزير و??ئيل د قانون وزير چې كومه مسوده تياره كړې په ??غې هم خبرې شوې دي٬ دا مسوده د قانون ډلې تياره كړې٬ د قانون په ??زارت كښې ليكل ټيم او ډرافټس مين موجود وي٬ د قانون وزير چې كوم هدايت جاري كوي د ھغې له مخې مسوده اپ ډېټ كېږ??، دغه مسوده پيپلز پارټۍ او د جے يو آئي پشمول نورو سياسي ګوندونو سره موجود ده٬ دې لپاره د دې په ??ولو شقونو خبرې اترې او مشاورت كېږي۔ ده ووئيل آئيني بدلون يو جامع دستاويز دے چې پكښې د ججز د كاركردګۍ جاج اخستل٬ د انصاف نظام آسانول او د انصاف په ??خت د وركولو شقونه موجود دي۔ ده ووئيل په چارټر آف ډيموکريسي كښې هم په آئيني عدالت د رضامندۍ څرګندونه شوې وه٬ د وكيلانو لخوا هم بيانونه راغلي دي٬ په دې نور مشاورت او اتفاق رائے پېدا كولو لپاره وړاندې تګ پكار دې۔ ده ووئيل د آئيني بدلونونو پحقله ابهام او د ګنګوسۍ پېدا كولو هڅه شوې٬ ځيني اېن آر او غواړ??، دا د هېواد د سالميت او آئين معامله ده، زمونږ درخواست دے چې په دې دې د ګنګوسو نه ډډه وكړې شي٬ ده ووئيل مونږ په دې مخ په ??ړاندې روان يو ٫ سياسي ګوندونو په ??شاورت سره اپ ډيټډ مسوده تياره كړې ده، په دې مشاورت روان دې ډېر زر به دا معامله پايې ته ورسي۔ وفاقي وزير و??ئيل د آئيني بدلونونو په ??سوده كښې د هېوادونو مشاهده هم شوې٬ چرته چې آئيني عدالتونه شته هلته د عدليه نطام بهتر دے، په دغه هېوادونو كښې وګړو ته زر انصاف وركولې كېږي۔ ده ووئيل په راتلونكې ورځو كښې به په دې معامله موافقت وشي۔
په آئيني بدلون پراخه موافقت رامخے ته كوٶ٬ د نړۍ په يو شمير هېوادونو كښې سپريم کورټ جلا او آئيني عدالتونه جلا وي، آئيني چارې آئيني عدالتونو ته ځي دغسې چې وګړو ته د انصاف وركولو په لاره كښې خنډان رامخې ته نه شي۔ وفاقي وزير عطاء تارړ
مضمون کا ماخذ : loteria Ceará