اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د اقتصادي مرستې تنظيم غړو هېوادونو له به د خپل موثره اجتماعي كردار د لارې په نړيوال سياست كښې خپل مقام پېدا كول او سيمه ايز پرمختګ ته پام كول وي، د اي سي او هېوادونه د ختيز او لوېديز ترمېنځه د نړيوالې تجارتي راهدارۍ يوازنۍ ذريعه ده٬ د سي پېك له مخې د پاكستان نه تر چين د رېل پټلۍ غزېدل به د ټولې منطقې پرمختګ لپاره مرستياله وګرځي ، د ګوادر او چاه بهار ترمېنځه د رېل نېټ ورك جوړېدل د اروپا٬ ايران او تركيه د لارې تر مېنځنۍ آسياء رسنه به په منطقه كښې مهم اقتصادي پرمختګ ثابت شي، پاکستان به د کشميري اولس سياسي، اخلاقي او سفارتي ملاتړ تر ھغه وخت روان ساتي تر څو چې كشميريان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو په رڼا د خپلواكۍ خپل جائز حق ترلاسه نه كړي۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ په كوربتوب كښې د اقتصادي مرستې نتظيم اي سي او د پارلماني اسمبلۍ د دوېم كنفرنس پرانستې غونډې ته ده ووئيل د كرونا نړيوالې وباء په دې چپه كښې د نړيوالو بنديزونو باوجود ګران مېلمانه دلته راغلي ٬ دا د دې خبرې غمازي كوي چې مونږ په پارلماني شراكتدارۍ باور لرو او په دې نكته متفق يو چې مونږ ټول په ګډه خپله منطقه د پرمختګ بام ته رسولې شوو ۔ده ووئېل اته كاله وړاندې جوړ شوے پارلماني الائنس يو قوي تنظيم دے٬ د اي سي او د وروڼو هېوادونو كلتور٬ مذهب او تاريخ يو دے٬ مونږ په دې وېاړ لرو٬ زمونږ تجارتي اړيكې ازمائيلې شوي او په دې قوي رشتو مونږ خپل مېنځ كښې تړلې يو۔ ده ووئېل دا فورم مونږ ته دا موقع راكوي چې مونږ خپلې منطقې لپاره د مقصد وړ او د موثره مرستې او رابطه كارۍ فرېم ورك جوړ كړو۔ سپيكر ووئيل زمونږ مجموعي آبادي د 460 مېليونه نه زياته ده او د دې هېوادونو زمكه د 8 مېليونه مربع كلوميټره نه زياته ده٬ زمونږ هېوادونه روسيه خليج فارس او چين اروپا سره تړي۔ ده ووئيل د اي سي او هېوادونه د ختيز او لوېديز ترمېنځه د نړيوالې تجارتي راهدارۍ يوازنۍ ذريعه ده٬ مونږ له به د خپل چاپېرچل د بريا څخه ګټه پورته كولو سره سيمه ايز پرمختګ ته پام كول وي۔ ده ووئيل د بده مرغه د بلها موقعو باوجود زمونږ خلق د لوږې٬ تندې ٬ رنځونو او ناخواندګۍ سره مخ دي٬ زمونږ خلقو له ښه سباٶن لپاره موقعې كمې دي٫ مونږ له د قوي سيمه ايزې مرستې د لارې بشپړه منطقه عظيم تر جوړول دي٬ په دې لړ كښې مونږ د اي سي او غوندې ادارې ته د ودې وركولو نه علاوه په منطقه كښې شريك تجارت٬ رابطه كارۍ او د شريكې بېنكارۍ نظام جوړولو ته پاملرنه كول پكار ده ۔ ده ووئيل مونږ له به په ټرانزټ فريم ورك اېګريمنټ ( ټي اېف اے) بشپړه عملدرآمد باوري كول وي۔ ده ووئيل پاكستان عمر له په افغانستان كښې د امن خواهشمند پاتي دے او څومره چې امن لپاره هلې ځلې شوي د پاكستان پارلمان پكښې زياته برخه اخستې او ملاتړ ئې كړے د او د پاكستان پارلمان په دې لړ كښې د افغان پارلمان سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ ده ووئيل قامي اسمبلۍ په اكتوبر كال 2020 كښې د پاك افغان تجارتي او سرمايه کاري فورم كوربتوب كړے او د پاك افغان پارلماني دوستۍ ګروپ اېګزېكټو كمېټي ئې هم جوړه كړې دغسې چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت او اړيكې وده ومومي او په دې لړ كښې رامخې ته خنډان لرې كړې شي۔ ده ووئېل پاكستان عمرله په منطقه كښې د امن خوښي لرلې خو منطقه كښې د پوخ امن انحصار د كشمير مسئلې په پرامن حل كښې دے ۔ ده ووئيل پاكستان به د كشميريانو سياسي٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل مونږ د كشمير كشالې سوله ايز حل لپاره د اي سي او غړو هېوادونو د پرله پسې ملاتړ مننه كوٶ۔ ده ووئيل مونږ خپل مشتركه پرمختګ لپاره امن ته د ودې وركولو لوظ كوٶ ٬ ځكه مونږ له فلسطين كښې د خپلو وروڼو او خوېندو تكليفونه او اذيتونه نظر انداز كول نه دي پكار۔ اسپيكر اسد قېصر وو
د اي سي او هېوادونه د ختيز او لوېديز ترمېنځه د نړيوالې تجارتي راهدارۍ يوازنۍ ذريعه دهد قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د پائيكو كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : apostas lotomania