اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئېلي دي د معيشت بحالۍ لپاره د آئي اېم اېف په لوظ نامه عملدرآمد ضرورې ؤ ۔د نهې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل د پاكستان مسلم ليګ(ن)حكومت هېواد د ډيفالټ كېدو څخه بچ كړے۔ده ووئيل معيشت ته ودې وركولو او نظام سمولو لپاره حكومت لپاره پنځه كاله پارليماني موده پوره كول ډېر ضروري دي۔د روپۍ په قدر كښې د كمي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د برآمدات او ترسيلات زر پشمول ځينې اقتصادي څانګې د څو مياشتو څخه مثبت اشارې ښائي۔ده ووئيل د درآمدات كمي او برآمدات زياتولو هڅې روانې دي۔د تېلو منصوعاتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل ووئيل يو دوست هېواد په دې لړ كښې د پاكستان د مرستې كولو هڅه كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د مسلم ليګ(ن)حكومت هېواد د بحرانونو څخه د ويستلو بشپړ صلاحيت لري او د ګوند د كاركردګۍ په بنياد به په راتلونكو ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كوي۔
د معيشت بحالۍ لپاره د آئي اېم اېف په لوظ نامه عملدرآمد ضرورې ؤ ۔د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل
مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری