سي پېك د پاكستان لپاره د چين د اړخه ډالۍ ده۔ د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار نړيوال كنفرنس ته وينا


اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار چين پاكستان اقتصادي راهداري (سي پېك)پاكستان لپاره د چين د اړخه يوه ډالۍ ګرځولو سره وئېلي دي پاكستان پروژه مخ په وړاندې بوتللو له عزم لري دغسې چې د كركيلې٬صنعت كارۍ٬د تجديد وړ توان او نورو څانګو كښې مرسته لا پراخا كړې شي٬پاكستان د كشمير او فلسطين پشمول د اوږدې مودې مسئلو حل كښې د چين ملاتړ ته د قدر په سترګه ګوري او ون چائنا پالېسۍ لپاره د پاكستان غېر متزلزل ملاتړ له پخلے كوي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ نړيوال كنفرنس”چائنا ايټ 75: اے جرني آف پروګريس٬ټرانسفارمېشن اينډ ګلوبل ليډر شپ”ته خطاب كښې كړې۔ده ووئيل سي پېك اولس د لوډشېډنګ مسئلو څه ساتلو له د هېواد د توان بنيادي ډهانچې ښه والي له مرسته كړی۔ده ووئيل حكومت د زرعي ټېكنالوجۍ تربيت لپاره 1000 زده كوونكي چين ته د لېږلو چينائي وړاندېز ته عملي شكل وركولو له كار كړے۔ده ووئيل پاكستان د كشمير او فلسطين پشمول د پخوانو مسئلو حل كښې د چين ملاتړ ته د قدر په سترګه ګوري او ون چائنا پالېسۍ لپاره د پاكستان د غېر متزلزل ملاتړ پخلے كوي۔نائب وزير سېنېټر اسحاق ډار د چين د پرمختګ سفر ستائېلو سره ووئېل په تېرو 75 كلونو كښې چين مهم سنګ ميل عبور كړے او هغه د يو ښې نړۍ لپاره هم كردار ادا كوي٬د چين مشرتابه او اولس عزم او محنت حواله وركولو سره ده هيله څرګند كړه چې د وخت راتللو سره به چين تر ټولو لويې معيشت جوړ شي۔نائب وزيراعظم د ډاكټر عافيه صديقي په معامله د امريكې مشرتابه بخنښې ته قائل كولو له د حكومتي هڅو ذكر وكړو كومې چې د نتيجې وړ نه ثابتېږي۔محمد اسحاق ډار ووئيل 48 زره بې ګناه فلسطينيان شهيدان شوي او 80 زره څخه زيات ژوبل شوي چې پكښې زياتره مېرمنې او ماشومان دي۔نائب وزيراعظم لبنان او ايران كښې په بريدونو د اندېښنې څرګندونې كولو سره ووئېل پاكستان د مرستې سامان 10 لويې كهيپ غزه ته لېږلے او د مېډيكل تعليم ترلاسه كوونكو فلسطينيانو د پاكستان په سركاري او نجي مېډيكل كالجونو كښې د تعليم بشپړولو لپاره د هغوي كوربه توب كوي۔