اسلام آباد 11 اكتوبر (اے پي پي)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي په ټول ټاكنو كښې كوم تاخير نه تر نظره كېږي٬د ټاكنو پاكو او سپيځلو كولو لپاره به الېكشن كمېشن سره بشپړه مرسته كوو٬سياسي ګوندونو له به د ځان دننه هم جمهوريت راوستل وي٬هر سياسي ګوند په ټاكنو كښې د برخې اخستلو حق لري٬په هېواد كښې د قانون حكمراني به باوري كول وي۔د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل سره په مركه كښې لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ ووئيل په قانون عملدرآمد او د قانون حكمراني به باوري كول وي٬مونږ د كرنسۍ يو داسې غېر قانوني ماركيټ كښې ناجائزه كوونكو ته لاسونه اچولي د چا چې په قانون كښې ګنجائش نشته٬عسكري مشرتابه د دې هم بشپړ كرېډټ لري ځكه چې تېرو حكومتونو دې پلو پام نه دے كړے۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئېل مونږ له به د سويلين ادارو كاركردګي ښه كول وي٬پنځه كاله مينډېټ د پارليمان وي كوم چې د تېرو دريو دورونو څخه پوره كوي٬پارليمان د وزارت عظمٰی انتخاب كوي٬جمهوري طريقې څخه د حكومت بدلول د پارليمان حق دے ۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل تر څو چې سياسي ګوندونه په خپل شناخت او ډهانچه كښې جمهوري نه شي نو په هېواد كښې جمهوريت قوي كېدے نه شي ٬ چې په ګوندونو كښې جمهوري رويې تر نظر شي نو د د دې اثر به په ټولنه هم وشي۔ده د اوسني منصب نه پس په كوم سياسي ګوند كښې د ګډون په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل په دې اړه كوم آئيني او قانوني بندېز نشته٬د بلوچستان عوامي پارټي اوس برخه نه يم٬دا هم ممكن ده چې كوم خپل ګوند جوړ كړم٬ ده ووئېل د رجسټرډ سياسي ګوندونو دا آئيني او قانوني حق دے چې په ټاكنو كښې برخه واخلي٬د صوبائي نګران حكومتونو د اړخه د آزادو او سپيځلو ټاكنو لپاره به د ګامونو څارنه كوو۔ده ووئيل د نواز شريف پشمول كوم سياسي لارښود كه زمونږ د فرائض په اړه د ملاقات خواهش ولري نو ورسره به ملاقات كوو۔ده ووئيل مونږ له به د ګورننس٬اقتصادي پالېسو او سياسي سوچ په اړه په ماضي كښې د پېښو كمزوريو او بې غورۍ په اړه غور كول وي۔ده ووئيل د نګران حكومت كار ورځنۍ چارې ترسره كول دي او سپيځلې ټاكنو له معاونت كول دي۔زمونږ پام دغې ته دے چې سپيځلې ټاكنې باوري كړو۔ده ووئيل د خارجه پالېسۍ ښه والي٬د پاكستان رياست مضبوطيا او پرمختګ لپاره خلقو عمران خان له ووټونه وركړي وو٬هغه له ووټونه په پوځي تنصيبات بريدونو له نه وو وركړې شوې٬ ده ووئېل د 9 مئي پېښې مقدمې يو قانوني عمل لري٬سائفر د رياست پراپرټي وي٬دا د دوو دفترونو ترمينځه د كميونيكېشن ذريعه وي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ټاكنو تاخير په اړه كوم ممكنات نشته٬په دې كښې هېڅ شك نشته چې ټاكنې به په خپل وخت كېږي۔ده ووئيل د ډالر په قدر كښې كمے او د خوراك څښاك څيزونو په بيعو كښې د كمي په اړه د پورته كړو ګامونو ټول پاكستان ګواه دے۔د دې به په معيشت د غوره اثراتو نه اولس هم خبرېږي۔
په ټول ټاكنو كښې كوم تاخير نه تر نظره كېږي٬د ټاكنو پاكو او سپيځلو كولو لپاره به الېكشن كمېشن سره بشپړه مرسته كوو۔ د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ نجي ټي وي چينل سره مركه
مضمون کا ماخذ : apostas lotomania