اسلام آباد۔9 اګست(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د پاکستان-چین ستراتیژیکي همكاري به دوه اړخيزه اړيكې نوي بام ته ورسوي۔ پاکستان د سي پیک په وخت سر ته د رسېدو عزم لري۔ ځینې دښمن عناصر دا نه خوښوي مګر دوي به پخپلو هڅو کښې بریالي نشي. هغه دا څرګندونې په پاکستان کښې د چین سفیر نونګ رونګ سره د خبرو په مهال وکړې چا چې د ګل په ورځ هغه سره ملاقات وكړو۔ په دې موقعه د پاکستان او چین دوه اړخيزه ګټې له په بېلا بېلو څانګو كښی د مرستې د لا ودې وركولو د عزم پخلي سره منطقه كښې امن ٬ خوشحالۍ او د پرمختګ زياتوالي له د اجتماعي ھلو ځلو په حاجت زور راوړلے شو۔ صدر د پاكستان د بنيادي قامي مفادات په چارو ٬ د جموں وكشمير په شخړه او په اېن اېس جي او اېف اے ټي اېف د چين ملاتړ وستائلو۔ صدر داسو كښې د حق رسېدليو چينائي وګړو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ هغه ووئيل پاكستان كښې په بېلو منصوبو د كاركوؤنكو چينائي وګړو ساتنې ته پاكستان پام لرنه كوي ۔ د پاكستان حكومت د چينائي وګړو حفاظت له ټول ګامونه پورته كوي۔ د چين سفير ووئيل پاكستان د چين نزدے ملګرے هېواد دے۔ چين دوه اړخيزه مر سته لا قوي كول غواړي۔ هغه ووئيل د چين تجربې به د پاكستان سماجي او معاشي سوكالۍ له مرستيالې وګرځي۔ په دې موقعه د چين سفير صدر ته ووئيل چين به د روانې اونۍ په مهال پاكستان له د وېكسين نور 60 لکه خوراكونه وركړي۔ دغسې د كال تر پايې به د وېكسين 10 كروړه خوراكونه پاكستان ته وركړے شي۔
صدر ډاكټر عارف علوي سره پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ وليدل٬ د پاکستان-چین ستراتیژیکي همكاري به دوه اړخيزه اړيكې نوي بام ته ورسوي۔ صدر
مضمون کا ماخذ : نتیجہ یہ ہے کہ