اسلام آباد۔26 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان به د پاکستان تحریک انصاف حکومت درېو كلونو په بشپړېدو د كورونا حكمت عملۍ ٬ معيشت ٬ تجارت ٬ توان ٬ كركيلې او اولسي خېر ښېګړې په شمول په نورومهمو څانګو كښې بهترۍ له په حكومتي او كاميابو رڼا اچوي۔ په لړ كښې به نن د زيارت په ورځ كنونشن سنټر كښې خصوصي دستوره كېږي كومه كښ به چې د كاميابو ٬ چېلنجونو ٬ هيلو او د سباؤن تګلارې په اړه د حكومت د درې كلنې كاركردګۍ رپورټ جاري كولې شي كوم كښې به چې د نوي پاكستان وژن له مخې د خلكو د خېر ښېګړې او آسانيو لپاره د ټولو وزارتونو او ډويژنونو د هڅو او اقداماتو احاطه كولې شي۔ درې كاله وړاندې اګست 2018ﺀ كښې پاكستان تحريك انصاف د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې پاكستان د مدينې رياست په ډول د يو فلاحي رياست جوړولو په عزم د حكومت واك اختيار تر لاسه كړے ؤ ۔ د حكومت په درې كلنه كاركردګۍ (21۔2018) مشتمل رپورټ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په مشرۍ كښې جوړ كړے شوے ۔ دا رپورټ په 251 پاڼو مشتمل دے۔ رپورټ كښی د هرې يوې څانګې كاركردكۍ سره سره بنيادي مقاصد ٬ په اقدامات پېش رفت ، د اوږدې مودې تګلاره ، د قانون سازۍ په اړه پالېسي فرېم ورك او د بېلو منصوبو تفصيلات بيان كړے شوي۔ د رپورټ مواد د انفوګرافكس ٬ اړوندو حقائقو او شمېرو د لارې په ډاګه كړې شوي۔ په اګست 2018 كښې د اقتدار راتللو سره د پاكستان تحريك انصاف حكومت ته مالي عدم استحكام ٬ غربت ٬ تعليم او روغتيا په څانګو كښې د ناكافي آسانيو په شمول بېل چېلنجونه په ميراث كښې پاتې شوي وو ۔ بياهم حكومت په تېرو درېو كلونو كښې حكومت معاشي استحكام ٬ پرمختګ او د اولسي مسئلو حل له په زړه پورې ګامونه پورته كړي۔ په خاص توګه د كووډ – 19 صورتحال كښې د سمارټ لاك ډاؤن تګلاره خپلو خپلولو سره حكومت معاشي هلې ځائې روانې وساتلې۔ دلته دا خبره د يادونې وړ ده نړيوالې مجلې دي اكانومېسټ پاكستان د كرونا وبا صورتحال مخنيوي په لړ كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو درېو هېوادونو كښې شامل كړے ۔ په دې لړ كښی ګرد هېواد كښې 3 كروړه نه زياتو كسانو ته د كورونا وېكسين لګول او د كورونا وبا نه حفاظت لپاره هېواد كښې د آلاتو جوړولو كښې په خپلو پښو اودرېدل د اوسني حكومت مهمې كاميابۍ دي۔ اوسني حكومت د كم آمدن لرونكو وګړو آسانۍ او دوئي ته د استوګنې آسانۍ وركولو له نيا پاکستان هاؤسنګ پروګرام ، سماجی تحفظ له احساس پروګرام، کوئی بھوکا نه سوئے پروګرام، کسان کارډ، انصاف صحت کارډ، يو قام يو نصاف ٬ د كركيلې نه تر خوراك ، کامیاب جوان پروګرام، کراچی نیوکلیئر پاور پلانټ۔II ، راوی اربن پراجېکټ، د 1.1 ټریلین روپو کراچی پېکېج، د ډېمونو په جوړولو پېشرفت ٬ د رشکئی اکنامک زون او هېرېټېج ټرېل پرانسته ، 10 بلین ټری سونامي منصوبه او د چین پاکستان اقتصادی راهداری په ډول مهمې منصوبې پېل كړي دي۔ دې سره سره په معاشي څانګه كښې پاكستان كښې د سټنټ جوړېدو آساني ٬ د هېواد اولني ګرين بانډ اجرا ٬ اولس دوست بجټ ٬ په معاشي څانګه كښې بهتري ٬ روشن ډیجیټل اکاؤنټ، الېکټرک وهیکل پالیسی، د اېم جی موټرز اجرا، کرنټ اکاؤنټ خسارہ كښې كمے ٬ د ټېکسټائل څانګې پرمختګ ، برآمدات او ترسیلات زر كښې زياتوالے ، صنعتي څانګې لپاره د برېښنا او ګاز ټېرف كښې كمے مهم ګامونه دي۔ د خارجه چارو او خارجه پالېسۍ په لړ كښې د كشمير مسئله او فلسطين مسئله په نړۍ كښې په بشپړه توګه رامخې ته كړی شوي ۔ پاكستان افغان امن عمل مخ په وړاندې بوتللو كښې فعاله كردار ترسره كوي۔ د پاكستان په ضد د هند پروپېګنډه ناكامه كولو له هم بشپړه هڅې شوي او ګامونه پورته كړې شوي۔ جی آئی اېس مېپنګ سسټم، الېکټرانک ووټنګ مشین معارفي كول ٬ بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانو ته د ووټ حق وركول ، سول سروس كښې اصلاحات او احتساب لپاره اقدامات هم د موجوده حكومت د درې كرلنې كاركردګۍ برخه ده۔ د هېواد د توان ضرورت ترسره كولو او د توان څانګه كښې په خپلو پښو اودرېدو له د متبادل توان ذريعو ته پام لرنه كولې شي۔ 60 كاله پس په اولني ځل د لويو آبي ذخيرو جوړولو عمل پیل شوے ۔ د قانون سازۍ په څانګه كښې د ټولنې بې وزله او كمزورې طبقې آسانۍ له ضابطه ديواني بدلون اېكټ 2020 ٬ مېرمنو لپاره د جائيداد حقونو نفاد اېكټ 2020 او ليګل اېډ اېنډ جستس اتھارټي اېكټ 2020 په ډول 54 قوانین منظور كړے شوي ۔ دا رپورټ اولسي معلومات لپاره د ډائرېکټورېټ آف الېکټرانک میډیا اېنډ پبلیکیشنز په وېب سائټ موجود دے
د كاميابو ٬ چېلنجونو ٬ هيلو او د سباؤن تګلارې په اړه د حكومت د درې كلنې كاركردګۍ رپورټ نن د زيارت په ورځ جاري كېږي۔ وزيراعظم عمران خان به د حكومت په مهمو كاميابو رڼا اچوي
مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا